انځور: خواله رسنۍ

هلمندي ځوانان له بې کارۍ رنځیږي

هلمندي ځوانان وايي، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته په دې ولايت کې کاري فرصتونه په نشت حساب دي او داسې کوم کار او دنده نشته چې دوی یې ترسره کړي.

د دې ولايت يو اوسيدونکی تاج محمد همت وايي، چې دا مهال په هلمند ولايت کې په سلګونو ځوانان بې کاره ګرځي او هيڅ ډول دنده  او کار ورته نه پیداکيږي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې ولايت ځوانانو ته دې د کار زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل: «کله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلي ډير شمير ځوانان بي دندو دي هيڅ د کار او روزګار درک نه معلوميږي موږ د حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ ستونزو ته پام وکړي او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي ځکه دا د حکومت دنده هم ده.»

د طالبانو واکمنېدو وروسته دغې ډلې له ډیری دولتي ادارو د پخواني حکومت مامورین ګوښه کړي او په پرځای يې خپل کسان ګمارلي دي.

د دغو کسانو له ډلې څخه يو هم محمد شريف دی چې په تير حکومت کې یې په هلمند ولايت کې يوه دولتي دنده درلوده او دامهال بې دندې دی.

د لښکرګاه ښار یوه څنډه. انځور: خواله رسنۍ

هغه وايي، چې واک ته د طالبانو له رسيدو ورسته نوموړی له دندې ګوښه شوی او پر ځای ېې طالبانو خپل يو غړی ګمارلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې دا مهال خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته د ډوډۍ برابرولو وس نه لري او نه هم داسې کار ورته پیدا کېږي چې دا یې وکړي.

د ده په خبره: «ما دلته دنده درلوده کله چې طالبان واک ته ورسيدل زه يې له دندې ګوښه کړم او زما پر ځاي يې بل کس په دنده وګماره په خدای باور وکړه چې د ماښام ډوډۍ هم نه لرو اخر موږ څه وکړو.»

زبیح الله چې پخوا یې په هلمند ولايت کې د رخام په نوم د ډبرو په يوې فابريکې کې دنده درلوده وايي، چې په دغه فابريکه کې به يې د رخام ډبرې تراشلې او له همدي لارې به یې پیسې ګټلې.

هغه وايي، چې هیواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د دې فابريکې توليدات کم شول او يادې فابريکې خپل ډير کسان له دندو ګوښه کړل چې يو پکې دې هم دی.

د ذبیح الله په وینا، چې د خپل مسلک ترڅنګ يې هڅه کړې چې ورځنۍ مزدوري پیداکړي خو زياتوي چې داسې ډیرې کمې ورځې راځي چې د لږو پيسو په بدل کې ورته مزدوري په لاس ورشي.

هغه وايي، په روان ژمي کې تر بل هر وخت کارونه په ټپه دريدلي او د ده په څير ګڼ شمير لوستي او نالوستي ځوانان بي روزګاره ګرځي.

نوموړي وویل: «ما پخوا د رخام د ډبرو په فابريکه کې کار کاوه کله چې سياسي بدلون راغی د رخام د ډبرو توليدات هم کم وتل زموږ ډير کسان يې له دندو ګوښه کړل په هغه کسانو کې يو زه هم وم تراوسه بې روزګاره ګرځم هيڅ دنده راته نه پیداکيږي.»

ذبیح الله چې پخوا یې یوې فابریکه کې کار کاوه اوس بې کاره دی. انځور: استول شوی

په ورته وخت کې کارپوهان بیا په افغانستان کې د کاري فرصتونو پر کميدو انديښنه څرګندوي او زياتوي چې له همدې امله ورځ تربلې افغانستان کې جنايي جرمونه زياتيږي.

د اقتصادي چارو کار پوه بخت محمد بهاند وايي، چې د طالبانو حکومت دا مسووليت لري چې په افغانستان کې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او هغه ځوانان چې دا مهال بې روزګاره دي کار ورته پیدا کړي.

هغه وويل: «د هره حکومت دا دنده ده چې خپل ملت ته د کار زمينه برابره کړي داسې ممکنې اقتصادي لارې پیداکړي چې په هغه کې هم لوستي او هم نالوستي کسان وکولای شي چې پر دندو شي.»

دغه راز د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعات او کلتور وزارت معين محمد يونس راشد چې د هلمند ولايت د ځوانانو د ستونزو د اوريدو په هدف راغلی و، د رسنيو سره د خبرو پر مهال يې د ځوانانو هغه څرګندونې رد کړې چې د تير حکومت د کسانو پر ځای دوی خپل غړي ګمارلي دي.

نوموړی وايي، چې دا مهال په دولتي ادارو کې ۲۰ سلنه طالبان او پاتې ۸۰ سلنه د تير حکومت کسان دي.

راشد دا مني چې ټول هېواد کې په ميليونونه کسان بې روزګاره ګرځي او په خبره يې چې دا د دوی د حکومت مسووليت دی چې دغه کسانو ته دندې برابرې کړي.

دی وايي، چې د دوی حکومت له هرې ممکنې لارې هڅې کوي چې په ټول هېواد کې بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره کړي.

هغه وويل: «موږ د تير حکومت هیڅ مامور له دندې نه دی لېرې کړی دغه اوس يوازې ۲۰ سلنه زموږ کسانو پر کار دي او پاتې ۸۰ سلنه ټول د پخواني حکومت څخه پاتې دي موږ پلان لرو چې د بیلابیلو لارو څخه بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړو او دا زموږ مسووليت هم دی.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین محمد یونس راشد. انځور: اطلاعات روز

له هغه وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسيدلي نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو خبر ورکړی چې دا مهال په افغانستان کې ۲۵ ميليونه وګړي له لوږي سره مخامخ دي او په زرګونه کسانو بې روزګاره دي.