طالبانو د ننګرهار د موټرو اډو کې خپل پلویان د منشیانو په توګه ګمارلي دي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې موټر چلوونکي او د اډو پخواني منشیان او قرارداد کوونکي شکایت کوي، چې دوه اوونۍ کیږي طالبانو په جلال اباد ښار کې په ټولو ښاري او اطرافي اډو کې خپل پلویان د منشیانو په توګه ګمارلي دي.

محمد شیفیق چې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره موټر چلوي وایي، د نورو اډو سربیره طالبانو د تورخم اډه نه یوازې خپلو پلویانو ته په قرارداد ورکړې بلکې پخواني د اډو منشیان یې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل پلویان ټاکلي دي.

نوموړی د طالبانو له توندې رویې هم شکایت کوي او زیاتوي، چې ډیر کله د یادو منشیانو له لوري په یو او بل نامه ځورول کیږي.

محمد شفیق زیاتوي: «څو اوونۍ کیږي چې د ښار ټولې اډې طالبانو په خپل واک کې اخیستي او قراردادونه یې خپلو طالبانو ته ورکړي او هم یې پخواني منشیان لېرې کړي او پر ځای ېې طالبان ګمارلي موټر چلوونکي ورسره ډیر په ستونزه کې دي؛ ځکه دوی د ترانسپورټ په اصولو نه پوهیږي او ډير کله د موټر چلوونکو او د دوی ترمنځ لانجې او جنګونه هم کیږي غوښتنه کوو چې باید په هره برخه کې باید مسلکي کسان وګمارل شي چې شته ستونزې حل شي.»

د دره نور ولسوالۍ یو پخوانی منشي انورشاه چې طالبانو یې پر ځای خپل پلوي ټاکلی شکایت کوي، چې طالبانو څه موده وړاندې نوموړی له منشي توب لېرې کړی او پر ځای یې یو طالب ټاکلی دی.

هغه همداراز زیاتوي چې اوس بې روزګاره شوی او اوس د یو بل روزګار په هڅه کې دی.

هغه د طالبانو له چارواکو غوښتنه کوي چې خلکو ته دې د کار زمینه برابره کړي نه دا چې شته خلک بې روزګاره کړي.

انورشاه زیاتوي: «زه مخکې د دره نور ولسوالۍ منشي وم، خو اوس طالبانو لېرې کړی یم او زما پر ځای یې یو بل طالب ټاکلی دی له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم او اوس کوښښ کوم چې یو بل روزګار ځان لپاره پیدا کړم؛ ځکه کورنۍ لرم او اقتصادي وضعیت مې هم خراب دی.»

موټر چلوونکي وایي، چې طالبان ورڅخه د ښاروالۍ او ترانسپورټ په نامه هره ورځ پیسې اخلي. انځور: استول شوی

موټر چلوونکي همداراز په ښار او ولسوالیو کې د طالبانو له لوري د ترانسپورټ او ښاروالۍ په نامه د ترانسپورټي پرچو د ورکړې له زیاتوالي هم شکایت کوي او وایي، طالبان ورڅخه په یوه او بله بهانه د پرچې په نامه پېسې اخلي.

زیارمل چې د کامې او جلال اباد ښار پر لاره موټر چلوي وایي، چې هره ورځ ترې ۱۳۰ افغان د طالبانو د منشیانو او په لاره کې د ترانسپورټ د پرچې په نامه اخیستل کیږي.

نوموړی زیاتوي د طالبانو د حکومت په راتګ سره د تیلو بیې لوړې شوي، خو برعکس پرې طالبانو د کار کړۍ راتنګه کړې ده.

زیارمل زیاته کړه: «زه هره ورځ ۱۳۰ افغانۍ د طالبانو منشیانو او په لاره کې د ترانسپورټ په نامه پرچه کې ورکوم، طالبان له موټر چلوونکو په یوه او بله بهانه پېسې اخلي او زیاتره موټر چلوونکو له همدې امله خپل موټر درولي؛ ځکه پخوانۍ مزدوري نشته او طالبانو ترانسپورټي پرچې هره ورځ اخلي له طالبانو غواړو چې نور دې په دې ولس رحم وکړي او دا خلک دې خپل کار ته پریږدي.»

بلخوا جلال اباد ښاریان بیا نیوکه کوي او وایي، چې له کلونو راهیسې لا هم په ښار کې د خپل سرو اډو ستونزه نه ده حل شوې.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی حمیدالله شکایت کوي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره د ښار په څلور لارو او نورو عامه ځایونو کې د خپل سرو اډو شتون زیات شوی، چې له امله یې ورځ تربلې ښاري بې نظمي مخ په زیاتیدو ده.

حمیدالله زیاتوي: «د ښار په داخل کې ټولې لارې د خپلسرو اډو له امله تړل شوي، زمونږ غوښتنه دا ده چې باید د ښار په داخل کې خپلسرو هډو مخنیوی وشي؛ په جلال اباد ښار کې د خپلسرو اډو له امله

هیڅوک په خپل وخت ورځنۍ چارې نشي ترسره کولای او ډیر کله د همدې زیات بیرو بار له امله ناروغان له زیاتو ستونزو سره مخ وي.»

جلال اباد ښاریان وایي، د طالبانو واکمنیدو سره خپل سرې اډې زیاتې شوي چې ورسره د ښار نظم خراب شوی دی. انځور: استول شوی

په ورته مهال د ننګرهار د ترانسپورټ ریاست چارواکي هم مني چې د اډو پخواني منشیان یې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې ۱۲۱ نوي کسان د اډو د منشیانو په توګه ګمارلي او هڅه کوي د خپلسرو اډو په برخه کې شته ستونزو ته دحل لار پیدا کړي.

د ننګرهارلپاره د طالبانو د ترانسپورټ رییس مفتي محمد زمان مزمل وایي، چې په جلال اباد ښار کې یې د خپلسرو اډو او بې نظمۍ تر ډېره مخه نیولې ده.

نوموړی زیاتوي هڅه یې پېل کړې چې د ښار له واټونو خپلسرې هغه هډې لېرې کړي چې اوس مهال فعالیت کوي.

مزمل زیاتوي: «مونږ دوه ډوله اډې لرو چې یو ېې ښاري اډې او بل یې د اطرافي سیمو لپاره دي او اطرافي درې لوې اډې دي د تورخم، کونړ او کابل اډې موږ له ښاره ویستلي او د نورو هغه خپلسرو اډو د ویستلو په هڅه کې هم یو چې اوس مهال د ښار په داخل کې فعالیت کوي او هم مو د ټولو اډو قراردادنه لغوه کړي او تازه قراردادیان او دغه راز۱۲۱ منشیان ګمارل شوي او لا هڅه کې یو چې د هډو د شته ستونزو د حل په برخه کې اصلاحات رامنځته کړو.»

نوموړی همداراز د ترانسپورټ ریاست د عوایدو د زیاتولي خبره هم کوي او وایي، چې تیر کال ۱۹یې میلیونه افغانۍ عویاد راټول کړي، خو سږکال یې بیا ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تیر په پرتله یې ۳۵ سلنه په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د ترانسپورټ رییس په ورته مهال د کرایو د لوړوالي ستونزه هم مني، خو وایي د کرایې د تعین لپاره په یو طرزالعمل کار کوي چې له مخې به یې سیمو ته په کتو مشخصې کرایې وټاکل شي.

مزمل زیاتوي: «تیر کال د ننګرهار د ترانسپورټ ریاست عواید  له ۱۹ میلیونو افغانیو ډیرعواید راټول کړي وو، خو سږکال مو ۵۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دا عواید د تیر کال په پرتله ۳۵ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښیې.»

خلک داسې مهال د ښار په داخل کې د خپلسرو اډو د شتون له امله د ښاري بې نظمۍ د زیاتیدو شکایت کوي، چې له دې وړاندې هم د خپلسرو اډو د مخنیوي په موخه کمپاینونه ترسره شوي وو؛ خو څه ډول چې لازمه وه مثبته پایله یې نه وه ورکړې.

د ښار په داخل کې خپل سرې اډې، د ترافیکي اصولو نه مراعات کول هغه لاملونه دي چې له امله یې ورځ تربلې په دې ښار کې ترافیکي ګڼه ګوڼه ډیریږي.