د بلخ په يوه فرهنګي مرکز کې چاودنه؛ طالبانو د يو تن د وژل کیدو او اتو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړ

اطلاعات روز: په بلخ کې د طالبانو امنيې قومنداني وايي، چې په «تبيان» فرهنګي مرکز کې د چاودنې له امله يو نفر وژل شوی او اته تنه نور ژوبل دي.

دا چاودنه نن (شنبه، ۲۰ د کب) شاوخوا يوولس بجې د خبريالانو د ستاينغونډې په مراسمو کې وشوه.

په بلخ  کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند محمد اصف وزيري وايي، چې په دې چاودنه کې يو نفر وژل شوی او اته نور ژوبل دي. د ده په وينا، په ژوبلو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي

وزيري د وژل شوي کس په اړه څه نه دي ويلي. خپلواکو او روغتيايي سرچينو هم د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

عيني شاهدان د ژوبلو کسانو شمېر زيات بولي او وايي، چې يوازې ‍۱۱ خبريالان او پنځه ماشومان ژوبل شوي دي.

وړاندې عيني شاهدانو ويلي و، چې د چاودنې په سيمه کې دوه مړه ليدل شوي دي.

د دې بريد مسووليت کومې ډلی نه دی منلی.

په افغانستان کې د «تبيان» فرهنګي مرکز رييس سيد عیسی حسيني مزاري د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د دې مرکز پر استازولۍ چاودنه تروريستي ګڼلې او ويلي يې دي چې په دې بريد کې يو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

ده پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې چاودنه په هغه غونډه کې شوې چې ټاکل شوې وه ځينې خبريالان پکې وستايل شي.

پر «تبيان» فرهنګي مرکز د ۲۰۱۷ کال پر مهال هم په کابل کې مرګونی بريد شوی و، چې شاوخوا ۴۱ کسان پکې وژل شوي او ۸۴ نور ژوبل شوي و. د دې بريد پړه داعش منلې وه.

ويل کېږي چې «تبيان» بنسټ او تر دې بنسټ لاندې د «آوا» افغان غږ خبري اژانس د ايران له فرهنګي او مذهبي مرکزونو سره نږدې اړيکې لري.

دوې ورځې وړاندې په بلخ کې د طالبانو د والي پر دفتر بريد وشو.

پر دې بريد کې د طالبانو د بلخ والي محمد داود مزمل له دوو نورو کسانو سره ووژل شو. د دې بريد پړه داعش منلې ده.