ختیځ میشتې نجونې: نوي لمریز کال کې دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي

ختیځ میشتې نجونې د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې په نوي لمریز کال کې دې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د تړلو ښوونځيو سربیره د پوهنتونونو دروازې هم پرانيزي.

ښکلا په ننګرهار کې د بي بي زینب لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې ده، خو له کله چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې تړل شوي هغه هم په کور شوې او اوس خپل راتلوونکي ته اندیښمنه ده.

نوموړې وایي، د نارینه وو ترڅنګ دوی هم حق لري چې زده کړې وکړي خو له طالبانو یې غوښتنه دا ده چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو پر ځای دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاتوي نجونې د لوړو د زده کړو هیله لري، خو پر وړاندې یې لوی خنډونه د طالبانو له لوري بندیزونه، کلتوري محدودیتونه، اقتصادي ستونزې او د ښوونځیو تړل کیدل یادوي.

ښلکلا زیاتوي: «مونږ هم د نارینه وو په شان حق لرو چې لوړې زد کړې وکړو، نو له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې باید د نجونو پرمخ دې د شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیزي او دوی ته دې د زده کړو په برخه کې زمینه برابره شي؛ څو نجونې هم د خپلې خوښې وړ پوهنځی وټاکي او ټولنې ته خدمت وکړي او زمونږ لویه هیله نوي لمریز کال ته ده چې طالبان به ضرور نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي او په دې برخه کې ترې جدي غوښتنه کوو.»

ننګرهارۍ نجونې وایي، طالبان دې دوی ته د زده کړوو اجازه ورکړي ترڅو دوی هم خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

د ننګرهار یوه بله اوسیدونکې او د اتم ټولګي زده کوونکې مریم له شپږ ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کیدو سربیره د ښځينه وو پرمخ د پوهنتونونو دروازو بندیدو اندیښمن کړي او د طالبانو له حکومت یې د خلاصیدو غوښتنه کوي.

مریم زیاتوي: «د طالبانو د حکومت دا دی دویم کال پوره کیږي خو هره ورځ پر نجونو باندې تازه بندیزونه لګوي او دا به زمونږ راتلوونکی وګواښي له طالبانو غواړو چې نورې افغان ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي او په نوي لمریز کال دې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي؛ څو نجونې هم زده کړې وکړي او خپل راتلوونکی وټاکي.»

بلخوا کونړ کې هم د ښوونځیو ښځينه زده کوونکې هم ټینګار کوي او وايي، د نوي ښوونیز کال په راتګ سره دې طالبان بې له کوم ځنډه ټول ښوونیز بنسټونه د نجونو پرمخ پرانیزي.

د کونړ اوسیدونکې ندا زده کړې د ټولو خق بولي او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې ژر دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي پرانیزي.

ندا زیاتوي: «طالبانو ته په کار ده چې نجونو ته هم په ښوونځيو او هم په پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو اجازه ورکړي، ځکه زده کړې له نارینه وو سربیره د نجونو هم حق دی او باید په دې برخه کې طالب چارواکي جدي اقدامات ترسره کړي؛ څو په نوي کال کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

نجونې وایي، د ښوونځیو تړل کیدو سره د دوی راتلونکی د ګواښ سره مخ دی او طالبانو دې دوی ته خپل حق ورکړي.

بل لور ته د لغمان مرکز مهترلام یو اوسیدونکی الله نظر هم له شپږ ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کیدو اندیښمن کړی او له حکومت یې د خلاصیدو غوښتنه کوي.

نوموړی وایي، د نجونو ښوونځيو تړل کیدو له امله خپلو نجونو ته ځواب نه لري.

الله نظر زیاته کړه: «له کله راهیسې چې د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي زما دوه لورګانې هم په کور ناستې دي او هره ورځ له ما پوښتنه کوي چې ښوونځي کله پېلیږي خو زه ورته ځواب نه لرم، د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې باید د نجونو پرمخ تړلي ښوونځي پرانیزي او د زده کړو اجازه ورکړي او زده کړې هم نجونو او هم د نارینه وو حق دی.»

ښځينه فعاله وږمه شیرزاد هم پر طالب چارواکو نیوکه کوي او وایي، له څه کم دوه کلونو په تیریدو لاهم په دې نه دي توانیدلي، چې د افغان نجونو د زده کړو په اړه ځانګړې تګلاره جوړه کړي.

نوموړې همداراز زیاتوي د طالبانو حکومت ورسره سره له دې چې په ځلونو یې ډېر ژر د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو ژمنه کړې ولې تر اوسه یې نه ده پوره کړې.

شیرزاد زیاتوي: «طالبان هر وخت ژمنې کوي چې نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکړل شي او د یوې طرحې د جوړیدو خبره کوي خو له دوه کلونو تیریدو وروسته تراوسه یې په دې برخه کې هیڅ نه دي کړي او دغه راز یې په خپلو کړیو ژمنو عمل هم نه دی کړی؛ له طالبانو غواړو چې نورې دې په خپلو ژمنو عمل وکړي او نجونو ته دې د زده کړو اجازه ورکړي.»

یوه ښخینه فعاله وایي، طالبان د بار بار ژمنو سره لاهم نه دي توانیدلي چې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

نوموړې وایي، په دې تړاو ښځو او نجونو په مرکز کابل او ځينو ولایتونو کې لاریونونونه او اعتراضیه غوندې هم کړي، خو تراوسه یې پایله نه ده ورکړې.

وږمه شیرزاد زياتوي چې طالبان او نړيوال دې نجونې د سياسي مساېلو ښکار نه ګرځوي.

شیرزاد زیاتوي: «زمونږ غوښتنه له طالبانو او نړیوالو دا ده چې افغان نجونې دې د خپلو سیاسي موخو لپاره نه کاروي او نجونو ته دې له قید او شرط پرته د زده کړو اجازه ورکړي.»

له شپږم ټولګي دپورته نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو غوښتنې په داسې مهال کېږي، چې واک ته د طالبانو په رسیدو سره طالب چارواکي دا ژمنې کوي، چې ژر به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي خو لا یې په خپلې ژمنې عمل نه دی کړی.

تازه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي، چې حکومت یې د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه لري خو په دې برخه کې د خپل مشر امر ته په تمه دي او له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو دروازې به تر امرثاني پورې تړلي وي.