د نوروز په مناسبت د توماس وېسټ پيغام: هيله لرو چې د افغانستان ښځې او نجونې ښوونځي او کار ته ستنې شي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د نوروز په مناسبت په خپل پيغام کې ويلي، چې هيله لري د نوي لمريز کال په پېلېدو به د افغانستان نجونې او ښځې ښوونځي او کار ته راوګرځي.

ښاغلي وېسټ نن (سې‌شنبه، ۱ د وري) د ټويټونو په يوه لړۍ کې ليکلي، چې د افغانستان خلک تېر کال له لويو ننګونو سره مخ و او هيله لري چې نوی کال په خوښۍ او سوله کې تېر کړي.

ده ليکلي: «دا چې له نوروز سره وخت نوی کېږي، خوشبيني [ورسره پيدا کېږي] او د پسرلي پېل دی، زموږ لويه هيله داده چې د افغانستان نجونې او ښځې ښوونځي او کار ته بيرته راستنې شي.»

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي د افغانستان له خلکو د امريکا د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په ټولنه کې د ښځو او نجونو ګډون د دې هيواد لپاره روڼ راتلونکی ټاکي.

توماس وېسټ په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د زمري پر ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دې ډلې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړې دي.

دې ډلې د تېر لمريز کال د لیندۍ مياشتې پر ۲۹مه د پوهنتون دروازې هم د نجونو پرمخ وتړلې. تر دې يوازې يو څو ورځې وروسته، ښځې په ملي او نړيوالو غير دولتي موسېسو کې له کار کولو هم راوګرځول شوې.

د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو د بیا پرانيستلو لپاره له ملي او نړيوالو غوښتنو سره – سره طالبان له خپل دريځه نه دي پر شا شوي او د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو لپاره يې هيڅ نېټه نه ده ټاکلې.