ختيځ کې د ښځينه صنعتکارانو کارونه په ټپه دریدلي دي

ختیځ کې ښځينه صنعتکارانې شکایت کوي چې د تیر جمهوري نظام له نسکوریدو او واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې یې کاروبار زیانمن شوی دی.

فریده په ننګرهار کې د هغه ښځينه صنعتکارانو له ډلې ده، چې د خیاطۍ په یو کارخونه کې ورسره لسګونه میرمنې د کالیو په ګڼدلو بوختې دي.

نوموړې وایي، په تیر څه کم دوو کلونو کې په  ننګرهار کې د سوداګرو مېرمنو ۹۰ سلنه کاروبار د طالبانو له لوري پر ښځو د ځینو محدودیتونو له امله زیانمن شوی دی.

د فریدې په خبره له همدې امله زیاتره ښځينه صنتکارانو نه یوازې کارخونې تړلي بلکې ګڼې نورې میرمنې بې روزګاره شوې هم دي.

فریده زیاتوي: «له کله چې طالبانو واک ته رسیدلي نو زمونږ کاروبارونه هم ورسره په ټپه دریدلي دي، ځکه خو کاروبار خراب شوی او هم هغه میرمنو چې مونږ سره د خیاطۍ په برخه کې یې کار کاوه هغوی بې روزګاره شوي او دغه راز بازار هم نشته چې له امله یې زمونږ توکي هم خلک په اسانۍ نه اخلي او بل لامل یې د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونه دي چې له امله یې ښځینه صنعتکارانې له خپل کاروباره راضي نه دي او زیاترو یې خپل صنعت ته شاه کړې.»

په تېر جمهوري دولت کې د ښځو په لاس جوړو شویو توکو ته به په بېلابېلو وختونو کې نندارتونونه جوړیدل خو اوس یې په اړه کوم خبر نشته.

نوموړې همداراز شکایت کوي او وایي، ځینې سوداګرې مېرمنې په وخت بازار ته د خپلو توکو په استولو او د اخیستو پورونو په خلاصولو نه دي بریالۍ شوي، چې له کبله یې د ښځو د کار کچه په کمسارې توګه راټیټه شوې ده.

فریده اندیښنه لري او وایي، نه یوازې په ننګرهار بلکې د هیواد  په نورو ولایتونو کې هم د ښځو د کار کچه په کمسارې توګه راټیټه شوې، چې د دې ستونزې دحل په برخه کې د طالبانو له حکومت او نورو مرستندویه ادارو د لاسنیوي غوښتنه کوي.

فریده زیاتوي: «زیاتره ښځو چې له دې وړاندې یې لاسي توکي جوړول او بیا به یې په بازار کې پلورل نو په اوسني حالت کې چې د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب دی، نو زیاتره د توکو د پلور لپاره اندیښمنې وي چې چیرته خپل لاسي توکي وپلوري او د دې ترڅنګه که د ښځینه سوداګرو سره په مالي برخه کې مرسته ونشي نو نه یوازې دا چې ښځینه وو برخه کې صنعت به زیانمن شي؛ بلکې افغاني تولیداتو ته به په نړیوالو بازارونو کې زیان هم ورسیږي نو لازمه ده چې باید مرسته وشي.»

میرمنې په سوداګریزه برخه کې د ښځینه سوداګرو پرمختګ مهم بولي او ټینګار کوي چې حکومت دې د دوی لاسي توکو ته د مناسب بازار په لټه کې شي.

د لغمان اوسیدونکې نورزیه ټینګارکوي که د طالبانو حکومت میرمنو ته په سوداګریزه برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي نه یوازې به ښځينه په سوداګریزه برخه کې ګڼې لاسته راوړنې ولري بلکې د میرمنو پر وړاندې به د کورني تاوتریخوالي په کمیدو کې هم مهم رول ولري.

نوموړې اندیښنه لري او وایي، که حکومت میرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې نه کړي ویره شته چې ډیری ښځینه سوداګرې میرمنې به کارو بار پریږدي.

نورزیه زیاتوي: «د طالبانو د حکومت په راتګ سره له نورو برخو سره سره پر ښځو زیات بندیزونه ولګول شول او له همدې امله د ښځينه سوداګرو هم زیات مالي تاوان ولیده، نو زه فکر کوم که طالب چارواکي د ښځینه سوداګرو سره مالي برخه کې مرسته وکړي او هم دوی ته د کار او دغه راز د زده کړو او نورو اړینو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دا به د ټول افغانستان په خیر وي؛ مونږ ډیر کله خپل توکي د مناسب بازار د نشتون له امله نشو پلورلی هیله مو له حکومت دا ده چې د میرمنو لپاره دې ځانګړی بازار جوړ کړي.»

یو شمیر صنعتکارې میرمنې وایي. که د طالبانو حکومت دوی سره د بازار موندنې برخه کې همکاري وکړي نو کولای شي چې خپل کار ته نوره هم پراختیا ورکړي او په دې برخه کې نورې میرمنې هم وروزي.

کونړ کې ښځینه صنعکارانې هم ورته شکایت کوي او وایي، چې د مناسب بازار نشتون له امله یې ډیر کله په لاس جوړ شوي تولیدات په کور پاتې کیږي.

کونړ کې ښځینه صنتکاره زرمینه د طالبانو له حکومت د ښځنیه وو د اقتصادي ودې د پرمختګ لپاره د بنسټیزو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.

هغه شکایت کوي او وایي، چې د دوى لاسي توکو او توليداتو ته لازمه بازار موندنه نه كيږي او ډیر کله په دې برخه کې د مرستندویه ادارو هڅې يواځې په مركز پورې مربوطې وي.

زرمینه زیاتوي: «کونړ کې هم ښځینه سوداګرې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او ګڼې یې د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې روزګاره شوي، ځکه له دې مخکې به ښځینه صنعتکارانو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کیدې خو د طالبانو د حکومت په راتګ سره له ښځو سره په هیڅ برخه کې مرسته نه

ده شوې او دا حالت ورځ تربلې مخ د خرابیدو په لور روان دی؛ له طالبانو او نور نړیوالو موسېساتو غواړو چې باید له ښځو سره په هره برخه کې مرسته وکړي.»

په کونړ کې یو بله ښځینه صنعتکاره زرغونه وایي، د کور د نورو چارو سربیره د ښځينه وو لپاره بازار ته په کتو د لاس په خواریو رنګارنګ جامې او د اړتیا وړ نور توکي جوړوي او له همدې لارې یې خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي.

هغه د مارکیټ نشتون دکاروبار پر وړاندې لوی خنډ بولي او په همدې موخه د ښځینه وو په لاس جوړو شویو تولیداتو ته له طالب چارواکو د ځانګړي بازار جوړیدو غوښتنه کوي.

زرغونه زیاتوي: « خاوند مې معلول دی او د شپږو اولادونو مور یم څلور مې لورګانې دي او دوه مې زامن دوی هم د کار نه دي او زه د همدې خیاطۍ له لارې په خپل لاس ښځينه وو لپاره جامې ګنډم او بیا یې په مقابل کې سل یا دوه سوه افغانۍ اخلم، زه نور هم ډیرې ښې جامې جوړولی شم او په دې برخه کې که ما ته زمینه برابره شي چې خپل توکي په بازار کې وپلورم او دغه راز مالي کومک راسره وشي نو نورو ښځینه وو ته به د خیاطۍ په برخه کې زده کړې هم ورکړم.»

هڅه مو وکړه چې په ختیځ کې د ښځینه سوداګرو د شته ستونزو د حل په برخه کې د طالبانو د سودګرۍ وزارت چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشو.

دا مهال په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې په سلګونو مېرمنې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي؛ خو له دې سره سره چې د دوی په لاس د جوړو شویو توکو کیفت لوړ او خواري يې زیاته ده خو د مارکيټ نشتوالی د خپل کار پر وړاندې لویه ننګونه ګڼي.