د جلال اباد ښاریان روژې میاشت کې د خوراکي توکو د بیو کنټرول غوښتنه کوي

د جلال اباد ښار اوسیدونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د احتکار او بیو د لوړوالي شکایت کوي.

ښاریان واېي، چې د تېر په څیر بیا د روژې په رارسیدو سره د لومړنیو خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ لوړوالی راغلی چې بې وزله وګړي یې د اخیستو توان نه لري.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی شیرولي بیا یو شمیر سوداګر او هټۍ وال ملامتوي چې د روژې په میاشت کې په خپلسري ډول د خوراکي توکو نرخونه لوړوي او د خلکو له مجبوریت ګټه اخلي.

شیرولي زیاتوي: «هر کال د روژې په میاشت کې همدا د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو ستونزه وي، بیې لوړیږي او مخنیوی هیڅوک هم نه کوي، له دې مخکې بوره په ۲۴۰۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه درې زره افغانیو ته لوړه شوې باید چې نرخونه کنټرول شي؛ له دوکاندارانو، سوداګرو غوښتنه کوو، چې د روژې په میاشت کې دې د خوراکي توکو بیې نه لوړوي.»

د جلال اباد ښاریان سوداګر او هټۍ وال ملامتوي چې د روژې په میاشت کې د خلکو له محبوریته ګټه پورته کوي او د توکو په بیو کې لوړوالی راولي.

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی زبیر احمد هم ورته شکایت کوي او تر ډیره د نرخونو د نه کنټرول په برخه کې  دجلال اباد ښاروالۍ مسوولین پاتې بولي.

نوموړی وایي، تر دې وړاندې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت زیاتېدل بلل کېدل، خو اوس چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت راټيټ شوی په بازارونو کې د توکو د بیو د راټېټېدو څه څرک نه لګېږي.

زبیر احمد زیاتوي: «ټوله ستونزه په طالبانو کې ده چې نرخونه یې نه دي کنټرول کړي او زمونږ دا اندیښنه ده، چې نرخونه به نور هم لوړشي او لوړ شوي هم دي؛ له دې وړاندې دافغانیو او ډالرو خبره بهانه وه خو اوس د ډالرو ارزښت هم د افغانیو پر وړاندې ډیر کم شوی خو بیا هم نرخونه نه دي کنټرول شوي چې عام ولس له زیاتو ستونزو سره مخ دی.»

د خلکو په خبره د روژې په مبارکه میاشت کې د هېوادوالو له لوري د توکو پېرل زیاتېږي، خو پر ځای د دې چې د توکو بیه ټيټه شي لوړیږي.

سید احمد چې کراچۍ چلوي وایي، چې د خوراکي توکو د پېرلو وس نه لري او له مسوولانو غواړي چې په بازارونو کې دې د خوراکي توکو د لوړو بیو مخنیوی وکړي.

دی زیاتوي: «زه په کورنۍ کې لس غړي لرم نور څوک مې په کورنۍ کې نشته چې کار وکړي او زمونږ د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي او زه ټوله ورځ کراچۍ چلوم ټوله ورځ کې له درې سوه افغانیو زیاتې نشم پیدا کولای، چې په دې پېسو زه خپله کورنۍ نشم چلولی او بلخوا د خوراکي توکو بیې لوړې دي چې له امله یې زما په شان بې وزله خلک د اخیستو توان نه لري.»

خلک د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین د نرخونو د کنټرول په برخه کې پاتې بولي.

عام خلک وایي، په بد اقتصادي وضیعت کې ژوند کوي، چې سوداګرو یې خپلسري پېل کړې، بیې لوړې شوي او خلک يې د پېرېدلو وس نلري.

بلخوا یو شمیر هټۍ وال هم مني چې ځینې سوداګر د روژې په میاشت کې د توکو احتکار کوي او هټۍ وال هم د ښاروالۍ او نورو اړونده ادارو د نه څار له امله په خپلسري ډول نرخونه لوړوي.

 د جلال اباد ښار یو هټۍ وال خانزاده افغان وايي، که حکومت له بازاره څارنه وکړي د لومړنیو توکو بیې به دومره لوړې نشي.

افغان زیاتوي: «د جلال اباد ښار په زیاتره ګودامونو کې په زرګونه بورۍ وریجې، بوره، غوړي اونور خوراکي توکي پراته او احتکار شوي، خو متاسفانه دلته سوداګر او هټۍ وال د ازاد بازار له نوم څخه په استفادې په خپلسري ډول بیې لوړوي او ستونزه د حکومت ده چې دلته نرخونه نشي کنټرولولی.»

یو شمیر هټۍ وال وایي، چې ځینې سوداګر دغلته د روژې په میاشت کې احتکار کوي.

په ورته مهال د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو ویاند بختي جان مراد بیا وایي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې په خپلسري ډول د خوراکي توکو بیې لوړې او یا احتکار وکړي.

نوموړی د ښاروالۍ له لوري د نرخنامو د تعینولو او څار لپاره د ځانګړي کمیسیون د جوړیدو خبر ورکوي او وایي په ښار کې یې د نرخونو د کنټرول او احتکار کوونکو د مخینوي لپاره یو کمیسیون ګمارلی څو د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو نرخونه کنټرول او سرغړونکي یې ونیسي.

د مراد په خبره د روژې له پېل راهیسې یې د ښار په مختلفو ناحیو کې شاوخوا سل د خوراکي توکو هټۍ، نانوایانې او د قصبانو دوکانونه تړلي چې له ټاکلو نرخنامو یې سرغړونه کړې وه.

مراد زیاتوي: «په جلال اباد ښار کې د روژې مبارکې میاشت په رارسیدو سره د نرخونو د کنټرول او احتکار کوونکو د مخنیوي لپاره د ښاروالۍ له لوري کمیسیونونه ټاکل شوي او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې په خپلسري ډول نرخونه لوړ کړي او یا احتکار وکړي او د همدې کمیسیون په واسطه مو د روژې له پېل راهیسې تراوسه شاوخوا سل د خوراکي توکو هټۍ، نانوایانې او د قصبانو دوکانونه تړلي چې د ټاکلې نرخنامې سرغړونه کړې وه او دا کمپاین دوام لري.»

جلال اباد ښاریان هر کال د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او د نرخونو د نه کنټرول په برخه کې د ښاروالۍ مسوولین پاتې بولي.

خو اوس تازه د ښاروالۍ مسوولینوهټۍ والو ته خبرداری ورکړی که دوکانداران له ټاکلو نرخنامو سرغړونه وکړي نو هټۍ به یې ور وتړي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې تر ډېره خپل خوراکي توکي له نورو هېوادونو په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو راواردوي.