د کونړ «کړنګل درې» ماشومان له نهم ټولګي پورته زده‌کړو ته لاسرسی نه لري

انځور: استول شوی

د هیواد په ختیځ کونړ ولایت کې د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند «کړنګل درې» اوسېدونکي وايي، په دغه سیمه کې څه ډول چې لازمه ده ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه نه ده برابره شوې.

پنځوس کلن عبدالرحمن چې د همدې «کړنګل درې» اوسیدونکی دی وایي، په دغه سیمه کې سلګونه کورنۍ استوګنې دي چې ماشومانو ته يې له نهم ټولګي پورته د زده‌کړو زمینه نه ده برابره شوې.

هغه وايي، د کونړ د نورو سیمو په شان «کړنګل درې» ته هم د سړک جوړولو، روغتیا، ښوونیزو او نورو رغنیزو برخو کې پام نه دی شوی او خلک یې د ژوند له ډیرو اسانتیاوو بې برخې دي.

د نوموړي په خبره په یاده دره کې یو منځنی ښوونځی فعال دی او ماشومان یې له نهم ټولګي وروسته بې‌برخلیکه پاتې کېږي؛ ځکه په وینا يې چې د ولسوالۍ تر مرکزه تګ راتګ ورته ډېر ستونزمن دی.

عبدالرحمن زیاتوي: «کړنګل دره چې له طبیعي اړخه یوه ډیره سرسبزه دره ده، یعنې ځنګلونه ډیر لري خو د بیارغونې او نورو  اړینو برخو کې ورته نه تیر او نه د طالبانو اوسني حکومت کار کړی دی؛ په دې دره کې یو منځی ښوونځی فعال دی چې د دې سیمې سلګونه ماشومان پکې تر نهم ټولګي زده کړې کوي او بیا له نهم ټولګي وروسته بې سرنوشته ګرځي ځکه لېسه نږدې نشته او ولسوالۍ ته نږدې کومه لېسه چې ده هغې ته د ټولو زده کوونکو ورتګ ګران دی، موږ د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لېرې په یوه غرنیزه دره کې اوسېږو.»

د کونړ کړنګل دره کې د یوه ښوونځي زده کوونکي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د یادې سیمې یو بل اوسیدونکی صداقت هم ورته شکایت کوي او وایي، کوم منځنی ښوونځی چې په یاده سیمه کې فعال دی د تیرو جګړو پرمهال زیانمن شوی او تراوسه بیا نه دی رغول شوی.

د هغه په خبره، خلک لېوال دي چې پر خپلو بچیانو زده‌کړې وکړي، خو د اسانتیاوو نشتوالي له امله له ډېرو ماشومانو تر نهم ټولګي وروسته زده‌کړې پاتې شوې دي.

صداقت زیاته کړه: «په کړنګل دره کې یو منځنی ښوونځی دی او د تیرو جګړو پرمهال زیانمن شوی هم دی، خو تراوسه یې د بیارغونې لپاره هیڅ نه دي شوي؛ زمونږ غوښتنه د طالبانو له حکومت او نورو مرستندویه ادارو دا ده چې باید دا ښوونځی په لېسه بدل شي او د زده کړو اسانتیاوې دې برابرې شي.»

د نوموړي په خبره دوی په څو ځلي په تیر جمهوري نظام او هم له اوسنیو طالب چارواکو په سیمه کې د لېسې جوړولو غوښتنه کړې خو تراوسه یې دا هیله نه ده  پوره شوې.

د کړنګل درې د منځي ښوونځي د اتم ټولګي زده کړوونکی ببرک د طالبانو له حکومت په خپله سیمه کې د لېسې د جوړیدو غوښتنه کوي.

هغه زیاته کړه، د ماڼوګي ولسوالۍ په مرکز کې لېسه شته خو په وینا يې، لار ډېره اوږده ده او تګ راتګ یې ستونزمن دی.

ببرک زیاتوي: «زه د کړنګل درې په اتم ټولګي کې یم او غواړم راتلوونکې لوړې زده کړې هم وکړم، خو زمونږ په سیمه کې لېسه نشته او دا ویره راسره ده که دلته لېسه جوړه نشي؛ نو له ما به زده کړې پاتې شي او زما په ګډون له سلګونه نورو زده کوونکو هم زده کړې پاتې شي نو غوښتنه کوو چې باید حکومت زمونږ دا منځنی ښوونځی په لېسه تبدیل کړي چې زمونږ ستونزې حل شي.»

نوموړي وویل، د سیمې ډېر ځوانان چې پخوا له نهم ټولګي فارغ شوي، اوس وزګار دي او د زده‌کړو له کاروانه پاتې شوي دي.

شاکرالله د همدې سیمې اوسیدونکی دی چې درې کاله وړاندې له نهم ټولګي فارغ شوی خو اوس بې سرنوشته ګرځي.

هغه له حکومته غواړي چې په یاده دره کې د خلکو نفوس او اړتیاوو ته په کتو تر دوولسم ټولګي د زده‌کړو مناسبه زمینه برابره کړي.

شاکرالله زیاتوي: «زما درې کاله کیږي چې د کړنګل درې له منځي ښوونځي فارغ شوی یم، خو اوس بې سرنوشته یم او غواړم چې له دولسم ټولګي فارغ شم لوړې زده کړې وکړم او خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»

د کړنګل درې هغه ماشومان چې له نهم ټولګي فارغ شوي اوس خپلو راتلونکو زده کړو ته په اندیښنه کې دي. انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

د کړنګل د منځني ښوونځي مدیر عبدالخالق وایي، هلته یوازې یو منځنی ښوونځی شته چې له ۳۰۰ ډېر ماشومان پکې زده‌کړې کوي.

د هغه په وینا، یاد ښوونځی د خلکو نفوس او د سیمې موقعیت ته په پام سره بسنه نه کوي او باید لېسه شي.

عبدالخالق زیاته کړه: «د کړنګل درې په منځي ښوونځي کې اوس مهال ۳۰۰ ماشومان زده کړې کوي او دلته د خلکو نفوس هم زیات دی، نو د دې ستونزې د حل لپاره لازمه ده چې باید لېسه شي.»

بلخوا کونړ کې د پوهنې ریاست چارواکي وایي، هڅې یې پېل کړي په کړنګل دره کې منځنی ښوونځی په لېسه بدل کړي.

د کونړ لپاره دطالبانو د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال احسان‌الله محمود هم یاده ستونزه مني او وایي، د ماڼوګي ولسوالۍ په کړنګل دره کې د لېسې لپاره اړتیا شته او دوی دا ستونزه له وزارت سره شریکه کړې ده.

محمود زیاته کړه: «مونږ هڅه کې یو چې د کړنګل درې منځنی ښوونځی په لېسه تبدیل کړو او دا خبره مو له پوهنې وزارت سره شریکه کړې او تمه لرو، چې په دې برخه کې به کار وشي.»

کونړ میشتي وایي، د کړنګل درې په څېر د دغه ولایت په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې اوس هم خلک په بشپړ ډول زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

دوی ټینګار کوي، چې حکومت باید په هغو سیمو کې چې ښوونځي نشته او ماشومان یې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري، د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه