لوګر کې یو ځوان ۷۰۰ بې وزله زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې

اطلاعات روز: د لوګر ولایت په مرکز پُل عالم کې یو ځوان ۷۰۰ زده کوونکو ته د عصري زده کړو یو کلن ښوونیز پروګرام پېل کړی دی.

د محمد اکبر اتل په نوم د لوګر ولایت اوسېدونکي د زده کړو دوه مرکزونه د پُل عالم اړوند «غیرت اباد» او «بیدک» سیمو کې جوړ کړي، چې ۷۰۰ بې وزله زده کوونکو ته یې د عصري زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د لوګر ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، دغو کورسونو کې د یو کال لپاره په وړیا ډول زده کوونکو ته د انګلیسي، کمپیوټر، ریاضي او ځینې نور مضامین تدرسیږي او په خبره یې چې د مسلکي ښوونکو له لوري یې درسي بهیر پر مخ وړل کیږي.

دوی زیاتوي چې دا کورس  له پوهنې ریاست سره هم ثبت شوی او پکې زده کوونکو ته قرطاسیه او نور درسي مواد هم ورکول کیږي.

په همدې حال کې بیا د لوګر ولایت اوسېدونکي اړمنو زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیا برابرېدل مهم ګام بولي او غوښتنه کوي چې ورته چاره دې په نورو سیمو کې هم په لاره واچول شي.

دوی همدا راز له پوهنې ریاست هم په دې برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتونکي دي او په وینا یې چې د لوګر ولایت په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې زیاتره ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله عصري زده کړو ته لاسرسی نه لري.

لوګر د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې ځینې ولسوالۍ د جګړو له امله د نورو برخو ترڅنګ په پوهنې ډګر کې هم له پامه غورځول شوې وې او واک ته د طالبانو له رسېدو تر اوسه یې هم شته ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه نه ده شوې.

د پوهنيز چاپیریال نه موجودیت، ښوونځیو کې د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کموالی او ځینې نور هغه لاملونه بلل کیږي چې د لوګري ماشومانو د زده کړو بهیر یې ټکنی کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه