سیلانیان: د طالبانو حکومت دې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ په ملي پارک ونوموي

ځاځي اریوب د پکتیا ولایت له طبیعي ښکلا لرونکو ولسوالیو ګڼل کیږي، چې د منډیر غرونه یې په دنګو نښترونو او دښتې یې په شنو ځنګلونو پوښل شوې دي او پکې مشهور سپین غر هم یادې سیمې ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده.  

د دغې ولسوالۍ یوه سیمه چې د «سپینې شګې» په نوم یادیږي خورا طببعي ښکلا لري او هر کال د هیواد له ګڼو ولایتونو ورته سیلانیان د تفریح لپاره ورځي.

یاده سیمه چې په تېر نظام کې یې هم خلکو بار، بار له حکومت په ملي پارک د نومولو غوښتنه کړې وه، اوس یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت ټینګار کوي چې ځاځي اریوب ولسوالۍ په ملي پارک ونوموي، خو د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین بیا د دې لپاره د هڅو د دوام ډاډ ورکوي.

د ځاځي اریوب اوسیدونکي سپنه شګه کې هغه امکانان کم بولي چې سیلانیان ورته اړتیا لري.

د اریوب اوسېدونکي سپینې شګې ته تلونکي سیلانیان د احمدخېلو له دوه سرکې –د اریوب ولسوالۍ تر شیشتې بازاره او مخ پر وړاندې د کوټکي له بازاره ان تر سپینې شګې پورې د لارې خرابېدل د سیلانیانو د تګ-راتګ پر وړاندې لوی خنډ یادوي او د طالبانو له حکومت یې د پخېدو غوښتنه کوي.

د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا چې په سپینه شګه سیمه کې هغه امکانات هم خورا کم دي چې سیلانیان ورته اړتیا لري.

دوی د دې ترڅنګ د طالبانو له حکومت دا غوښتنه هم کوي چې د اریوب ولسوالۍ دې په ملي پارک ونومول شي.

په دې اړه د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي عبدالجلیل اطلاعات روز ته وویل: «زمونږ اریوب ولسوالۍ ډېره ښه طبیعي ښکلا لري او دومره خلک ورته راځي چې شاید نورو ولایتونو ته به نه وي تللي، خو دلته ځینې ستونزې هم شته چې باید د حل لپاره یې حکومت اقدام وکړي، لومړۍ ستونزه د سړک ده، مخابراتي مشکلات دي او د اوبو کمبود دی په سیمه کې دې چارې د سیلانیانو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.»

له خوست ولایت څخه دغې ولسوالۍ ته ورغلی یو تن سیلاني شاکر وطنپال هم د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرول اړین کار بولي او زیاتوي که په سیمه کې د لارې، اوبو، مخابراتو او ځینو نورو اړتیاوو پوره کېدو برخه کې هڅې وشي، نو د سیلانیانو د ورتګ کچه به له اوسني وضعیت څو برابره زیاته شي.

نوموړي وویل: «اریوب واقعاً له ښکلا ډکه ولسوالۍ ده او په ورتګ ارزي، خو دا چې ځینې کسان زړه نه ور ښه کوي، لامل یې دا دی چې لاره خرابه ده، مخابراتي خدمتونه پکې نشته او تر څنګ یې د اوبو سیستم هلته نشته، که دا ستونزې حل شي زه ډاډ درکوم چې سیلانیان به دوه برابره زیات شي.»

طالبان وایي، د سپینې شګې سیمه یې د یوه کال لپاره په قرارداد ورکړې ترڅو سیلانیانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ په ملي پارک نومولو لپاره تېر کال د طالبانو د وخت والي محمد علي جان احمد یادې سیمې ته په سفر کې د اریوب له قومي مخورو سره ناسته هم کړې وه، خو له ځايي مشرانو سره کومې مثبتې پایلې ته نه و رسېدلی او تر ټولو لویه ستونزه د ځمکې په سر بلل کېده.

اوس د طالبانو ولايتي چارواکو ویلي چې د اریوب ځاځيو ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي سیمه یې د یو کال لپاره په قرار داد ورکړې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس ثواب جان اسلام یار د پکتیا له محلي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په شوي قرارداد کې به سیلانیانو ته ټولې لومړنۍ اسانتیاوې برابریږي او په خبره یې چې شته ستونزې به تر ډېره هوارې شي.

نوموړي زیاته کړې چې یاده سیمه تېر کال هم په قرارداد ورکړل شوې وه، خو هماغه شوی قرار داد له نیمګړتیاوو سره مخ و.

اسلامیار همدا  راز د دغې سیمې په ملي پارک نومولو برخه کې هم د هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی.

اریوب ته د ورتلونکو سیلانیانو له برکته نه یوازې د طالبانو حکومت ته کافي عواید جوړیږي، بلکې د سیمې ګڼو بې روزګاره ځوانانو ته هم پکې د کار او ګټې وټې زمینه برابریږي.

د معلوماتو له مخې چې تېر کال د کوچني اختر په ورځو کې د اریوب ځاځيو ولسوالۍ له سپینې شګې کابو سل زره سیلانیانو لیدنه کړې وه، چې د پکتیا د ګاونډیو ولایتونو سربېره د هیواد له شمالي، ختیځو او لویدیځو ولایتونو راغلي و، خو که یې یادې شوې ستونزې هوارې شي نو ښايي د دغې سیمې لیدو ته بهرني سیلانیان هم راشي.