کونړ کې د طالبانو پوهنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې له نیمایي ډېر دولتي ښوونځي ودانۍ، د زدهکوونکو لپاره سرپناه او زده کړو لپاره مناسبې اسانتیاوې نه لري.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس محب الله حیدري وویل، د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې ۴۹۴ دولتي ښوونځي فعال دي چې له دې جملې ۲۹۱ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې د باد او باران پر مهال له زده کړو بې برخې وي.
نوموړی وایي، کونړ کې یې د ښوونځیو د سرپناه او ودانیو نشتوالي ستونزه د پوهنې وزارت سره شریکه کړې، خو تراوسه یې د حل په برخه کې عملي اقدام نه دی کړی.
حیدري زیاته کړه: «په کونړ کې اوس مهال ۴۹۴ دولتي ښوونځي په مرکز او ولسوالیو کې شته د دې له جملې ۲۹۱ هیڅ ودانۍ نه لري، چې زده کوونکي پکې زده کړې وکړي مونږ د دستونزې د لنډمهالې حل لپاره ۲۰ ښوونځیو ته کرایه ودانۍ نیولي او ځینو ښوونځیو ته ولسي خلکو خپل کورونه په موقتي ډول ورکړي، ځینې ښوونځي په مسجدونو کې فعال دي ځینې خیمو کې او ځینې هیڅ هم لري او تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي پوهنې وزارت سره مو دا ستونزه شریکه کړې د حل ډاډ یې راکړی.»
نوموړی زیاتوي د زده کوونکو لپاره د ښوونځیو ودانۍ نشتون یې تدریسي بهیر ټکنی کړی او ډیر کله یې زده کوونکي د سرپناه نشتون له امله په باد او باران کې رخصت وي.
نوموړی د ښوونځيو لپاره د معیاري ودانیو پر جوړیدو له ټینګار سربیره د ښوونکو د کمښت ستونزه هم یادوي او د حل په برخه کې یې له پوهنې وزارت د ژر حل غوښتنه کوي.
حیدري زیاتوي: «د ښوونځینو لپاره د معیاري ودانیو او سرپناه نشتوالی، د ښوونکو کمښت او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي چې زموږ د پوهنې بهیر اغېزمنولی شي؛ ځکه ډیر کله د ښوونکو د کمښت له امله هم تدریسي بهیر ټکنی وي او یا پر یو ښوونکي څو ساعته تدریس کیږي چې نورې ستونزې هم پیدا کولای شي. زمونږ غوښتنه له پوهنې وزارت دا ده چې باید کونړ ته د پوهنې په برخه کې ډیر کار وکړي او د دې ولایت زیاتې سیمې هم شته چې هلته ښوونځي نشته او خلک یې زده کړو ته لیواله دي.»

بل لور ته د کونړ اوسیدونکي هم د خپلو اولادونو د زده کړو پر وړاندې د معیاري ښوونځیو نشتون لوې ننګونې یادوي.
د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ یو قومي مشر محمد زمان خان وایي، د هغو ښوونځيو زدهکوونکي چې ودانۍ نه لري تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي ،چې د اوړي په موسم کې د ګرمې هوا او په ژمي کې د سختې یخنۍ له امله له ستونزو سره مخ وي.
محمد زمان خان زیاته کړه: «د کونړ زیاتره ښوونځي ودانۍ نه لري او له همدې امله یې ډیر زده کوونکي د باد او باران پرمهال ښوونځیو ته هم نه ځي او زیاتره یې له زده کړو هم محروم شوي هم دي؛ زمونږ غوښتنه د طالبانو له حکومت دا ده چې باید په کونړ کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي.»
د همدې ولسوالۍ د مناګي سیمې د ابتدايه ښوونځي زدهکونکی محمد ګل هم د ورته ستونزو یادونه کوي.
هغه وایي، ښوونځی یې ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري چې د ورښت او توپانونو له امله وخت ناوخته رخصت وي ځکه چې دوی د ښوونځي لپاره سرپناه نه لري.
د نوموړي په خبره ډېری زده کوونکو د همدې ستونزو له امله ښوونځي پرېښي او ځینو بیا له دې ځایه ځانونه نورو لېسو ته بدل کړي دي.
هغه له اړونده ادارو غواړي چې د دوی لپاره دې د پاکو اوبو ترڅنګ د سرپناه په برابرولو کې هڅې وشي.
محمد ګل زیاته کړه: «زمونږ ښوونځي ودانۍ نه لري، له زیاتو ستونزو سره مخ یو څو ټولګي دي چې هغه په خیمو کې یې زده کړې کوي د څښاک اوبه هم په ښوونځي کې نشته زیاتره وخت زده کوونکي د باران پرمهال ښوونځي ته نه راځي او که راشي نو بیا مو ښوونکي رخصتوي ځکه ودانۍ نشته.»

د یاد ولایت د وټهپور ولسوالۍ اړوند ګمبیر لېسې مدیر محمدعامر وایي، د سرپناه او ودانۍ نشتوالي له امله یې ډېر کله د باران پر مهال زدهکوونکي رخصت وي او د ګرمۍ په وخت کې بیا د ونو تر سیوري لاندې تدریس کوي.
هغه وایي، د ودانۍ او سرپناه نشتوالي یې د زدهکړو بهیر ټکنی کړی او همدا لامل دی چې د دوی د سیمې ډېری ځوانان زدهکړو ته زړه نه ښه کوي او نالوستي پاتې کېږي.
محمد عامر زیاته کړه: «زموږ لېسه ودانۍ نه لري، زدهکونکي مو تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي، د ګرمۍ پر مهال خو یوه چاره کېږي چې زدهکوونکي مو د ونو ترسیورو لاندې ناست وي، خو د ورښت او باد پر وخت هیڅ هم نه شو کولای، مجبور یو چې زدهکوونکي رخصت کړو.»
بلخوا، د کونړ یو شمېر اوسېدونکي هم ټینګارکوي چې د طالبانو حکومت دې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې دغه ولایت ته پاملرنه ډېره کړي.
د دغه ولایت یو اوسیدونکی محمد ضمیر د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي او وایي، څه ډول چې لازمه ده د طالبانو مرکزي حکومت کونړ ته د پوهنې او بیارغونې په برخه کې په سم ډول کار نه دی کړی.
هغه وایي، زدهکړه د هر انسان حق دی او حکومت مسوولیت لري چې خپلو وګړو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر کړي.
محمد ضمیر زیاتوي: «کونړ ته نه په تیر او نه د طالبانو په اوسني حکومت کې د بیارغونې او نورو اړینو برخو کې لکه پوهنې او نورو برخو کې هیڅ پام نه دی شوی، له نیمایي ډېرې دولتي تعلیمي ادارې ودانۍ او سرپناه نه لري، له امله یې زموږ پر پوهنیز بهیر هم ناوړه اغېز شوی؛ د طالبانو له حکومت غواړو چې کونړ ته دې د پوهنې په برخه کې پاملرنه ډیره کړي.»

د کونړ یو بل اوسیدونکی طاهر خان هم وايي، د اسلام مبارک دین علم پر نارینه او ښځینه دواړو فرض کړی او دې چارې ته باید مناسب چاپېریال او ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
هغه وایي، لاهم د کونړ په ګڼو سیمو کې اړتیا لیدل کېږي چې نوي ښوونځي جوړ او ځايي خلکو ته د زدهکړو وړیا فرصتونه برابر شي، څو هیڅ وګړی له دیني او عصري زدهکړو لېرې پاتې نه شي.
د نوموړي په خبره په تېرو کلونو کې د جګړو له امله کونړ ته د پوهنې په برخه کې پاملرنه نه ده شوې او اړتیا ده چې د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې د ښوونځیو شته ودانۍ ترمیم او د بېسرپنا ښوونځیو لپاره نوې او عصري ودانۍ جوړې شي.
طاهر خان زیاتوي: «د کونړ خلک هم حق لري چې زده کړې وکړي خو په دغه ولایت کې د زده کړو څه ډول لازمه ده زمینه نه ده برابره شوې، په ولسوالیو کې ښوونځي د جګړو له امله هماغسې زیانمن پراته دي ودانۍ نه لري نو حکومت ته په کار ده چې د ښوونځيو په برخه کې شته ستونزې حل کړي.»
کونړ میشتي د طالبانو له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې دغه ولایت ته دې د پوهنې په برخه کې پاملرنه ډیره کړي.
د کونړ د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس په دغه ولایت کې ۴۴۰ دولتي او ۲۰ خصوصي ښوونځي او ۳۶ دولتي او ۸ خصوصي دیني مدرسې فعالیت لري چې ۱۱۰ يې لېسې دي.
