د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ او ننګرهار کې د رسنیو بد اقتصادي وضعیت

ننګرهار کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ داسې مهال ولمانځل شوه، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره په دې ولایت کې د مالي امکاناتو د نشتون له امله ګڼ شمیر غږیزو او انځوریزو رسنیو خپل رسنیز فعالیت درولی دی.

ننګرهار کې د خپلواکو رسنیو د ټولنې مسوول شفیق الله رحماني پرون (چهارشنبه، ۱۳ د غویي) د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځ د لمانځنې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال ننګرهار کې شل (اف ایم) خصوصي راډیوګانو فعالیت درلوده چې اوس یواځې ۱۳ یې فعالې دي.

هغه زیاته کړه دا مهال ننګرهار کې ۷ غږیزو، درې انځوریزو او ګڼو چاپي رسنیو خپل فعالیت د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله درولی چې ورسره ګڼ شمیر نارینه او ښځینه ژورنالېستان هم بې روزګاره شوي دي.

نوموړی اندیښنه لري که حالت همداسې دوام ولري ښایي شته رسنۍ هم خپل نشرات وتړي.

رحماني زیاته کړه: «ننګرهار کې په تیر کې شل اف ایم راډیوګانو فعالیت درلوده او دوی به خپل مالي امکانات له دولتي او غیر دولتي ادارو له اعلاناتو برابرول، خو اوس مهال ننګرهار کې له شل رسنیو یې ۱۳ فعالې دي او ۷ راډیوګانو او درې انځوریزو او ګڼ شمیر نورو چاپي رسنیو فعالیت د مالي امکاناتو د نشتون له امله درولی او دغه راز په همدې رسنیو کې ګڼ شمیر ښځنیه او نارینه کارکوونکو دندې درلودې هغوی هم بې روزګاره شوي دي.»

ننګرهار کې د رسنیو مالکین وایي، دغلته د مالي امکاناتو د کموالي له امله ډیری رسنۍ تړل شوي دي

بلخوا د رسینو مالکین هم د رسنیو د تړل کیدو لوی لامل د مالي امکاناتو کموالی او د حکومت له لوري د دوی نه لاسنیوی بولي.

د یوې خصوصي رسنۍ مسوول الهام وایي، زیاتره رسنۍ د لوړې مالیې د ورکړې توان نه لري چې له کبله یې خپل فعالیت درولی دی.

الهام زیاتوي: «په ننګرهار کې زیاتره رسنیو د مالي امکاناتو د کموالي له امله رسنیز فعالیت درولی او پاتې نورې هم د بندیدو له ګواښ سره مخ دي، ځکه که د دې رسنیو مالي ملاتړ ونشي نو ستونزې لاپسې زیاتیږي او دغه راز ځینو رسنیو د بریښنا او نورو برخو کې د لوړې مالیې له امله هم فعالیت بند کړی ځکه د مالیې د ورکړې توان نه لري او نه پخواني پروژې او اعلانات شته چې دوی پرې خپل لګښتونه پوره کړي نو مجبور دي چې فعالیت ودروي.»

د رسنیو پخواني کارکوونکي بیا وایي، له کله راهیسې چې د رسنیو مالي امکانات کم شوي زیاتره ژورنالیستانو دندې پریښي او نورو چارو ته یې مخه کړې ده.

نیاز محمد خاکسار چې له دې وړاندې یې ننګرهار کې په یوه خصوصي رسنۍ کې خبریال و، څلور کاله پوره کیږي چې بې دندې شوی او اوس یې د بې روزګارۍ له امله په مزدورۍ ریکشې چلولو ته مخه کړې ده.

نوموړی د رسنیو روان حالت اندیښن کړی او د طالبانو له حکومت او د رسنیو له نورو ملاتړو ادارو غوښتنه کوي چې په مالي برخه کې دې د رسنیو لاسنیوی وکړي.

خاکسار زیاتوي: «شاوخوا پنځه کاله مې په رسنیو کې د خبریال او خپرونو چمتو کولو پرخه کې کار کړی، خو اوس بې روزګاره یم او له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یم؛ اوس مې د ډیرې مجبورۍ له امل ریکشې چلولو ته مخه کړې که چیرې راته په رسنیو کې کار پیدا شي نو زه اماده یم چې بیا د پخوا په شان دنده ترسره کړم.»

ننګرهار کې د مالي امکاناتو د نشتون له کبله ډیری خبریالانو دندې له لاسه ورکړي دي

بل لور ته ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم ویلي، چې د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې ګڼ شمیر رسنیو فعالیت کاوه، خو اوس له دغه رسنیو یې نیمایي د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي او د نارینه کارمندانو سربیره شاوخوا ۵۰ ښځینه ژورنالیستانې په کور ناستې دي.

 بلخوا ننګرهار کې ښځینه ژورنالېستانې وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې دندې له لاسه ورکړي او ځینې یې د اقتصادي ستونزو له امله آن په رواني ناروغیو هم اخته شوي دي.

یوې ښځینه ژورنالېستې نورېې چې په دغه ولایت کې یې یوې خصوصي راډیو کې دنده درلوده، د طالبانو په راتګ یې دنده پریښې او اوس مهال یې کورنۍ له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

هغه زیاتوي لویه هېله یې بیا رسنیو ته راتګ دی او غوښتنه کوي، چې د رسنیو ملاتړي بنسټونه او نورې اړونده ادارې دې ښځينه وو ته په رسنیو کې کاري زمینې برابرې کړي.

 نوریه زیاتوي: «د طالبانو حکومت چې راغلی زه بې دندې شوې یم له دې وړاندې به مې په یوه خصوصی راډیو کې خپرونې چلوولې او میاشتنی معاش مې اخیسته او له همدې لارې مو د کورنۍ ستونزې حل کیدلې؛ خو اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یو او زه په خپله هم یو ډول د بې روزګارۍ او شته ستونزو له امله په رواني ناروغۍ اخته شوې یم او لامل یې بې روزګاري ده نو زمونږ غوښتنه له طالبانو او نورو بنسټونو دا ده چې د ښځينه وو لپاره د کار زمینه برابره کړي»

نوموړې وایي، چې اقتصادي ستونزو او پر ښځو د طالبانو له لوري بندیزونو د نارینه خبریالانو ترڅنګ ښځينه خبریالانې هم په رواني ناروغیو اخته کړي او درملنې ته اړتیا لري.

بلخوا بیا په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نورمحمد حنیف وایي، چې دوی اطلاع رسونې او همداراز د رسنیو د فعاله ساتلو په برخه کې ژمن دي.

حنیف وایي، هغه رسنۍ چې فعالیت نه ‌کوي د دوی له‌خوا نه ‌دي تړل شوي، بلکې خپله رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ وې.

حنیف وویل: «د طالبانو د حکومت په راتګ سره مو خبریالانو ته د اطلاعاتو رسولو برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او دغه راز مو غږیزو رسنیو ته د مالیې او جریمو برخه کې تخفیف رامنځته کړی او کومې رسنۍ چې تړل شوي مالي ستونزې دي البته د حکومت له لوري پرې فشار نه دی

راوستل شوی او مونږ لاهڅه کې یو چې رسنیو ته د فعالیت په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.»

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې د معلوماتو له مخې په هیواد کې له دې وړاندې ۶۰۰ بېلابېل ډوله رسنیو فعالیت کاوه، چې په دې وروستیو کې نیمایي یعنې ۳۰۰ رسنیو خپل رسنیز فعالیت د اقتصادي ستونزو او نورو محدودیتونو له امله درولی او شاوخوا اووه زره ژورنالېستان بې دندې شوي دي.