پکتيا کې د ډنډپټان او پړاچنار ترمنځ د «خرلاڅي» دروازه د يوې اونۍ لپاره وتړل شوه

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د «خرلاڅي» دروازه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګريزه لاره بلل کيږي د پاکستاني لوري لخوا د يوې اونۍ لپاره د هر ډول  تګ-راتګ پر مخ وتړل شوه.

په ډنډپټان ولسوالۍ کې يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دا اقدام د پاکستان له لوري نن (شنبه، ۱۶ د غویي) له هغې پېښې وروسته شوی چې له کرښې پورې غاړه په «ترۍ» سيمه کې تېره اونۍ د منګلو قوم دوه او د تورويو په نوم د يو بل قوم څلور کسان په مرموز ډول وژل شوي وو.

د یادو وژل شویو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سرچينې په حواله چې نن ورځ افغان خاورې ته بندو پاکستاني بار وړونکو موټرو ته د اوښتو اجازه ورکړل شوه، خو وروسته يې دا لاره د هر ډول تګ-راتګ پر مخ وتړله.

د یادې دروازې د تړل کېدو په اړه تر اوسه په پکتیا ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولینو او د پاکستان حکومت رسمي څه نه دي ویلي.

د پټان ولسوالۍ د پړاچنار له لارې د هيواد له ګنو ولايتونو ګاونډي پاکستان ته د درملنې په موخه خپل ناروغان انتقالوي، خو وخت ناوخت د دا ډول ستونزو له وجې له ګنو ستونزو سره مخ کيږي.

څو مياشتې وړاندې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د لارې په سر نښته رامنځته شوې وه، چې وروسته د ډېر ورځو لپاره لاره بنده وه او بيا د دواړو غاړو ترمنځ د قومي مخورو په منځګړيتوب دغه لاره پرانستل شوه.