یونیسف: په افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له زیاتېدو سره روغتونونه له ناروغانو ډک شوي

Photo: Unicef

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي، چې د دې وضعیت له امله په هېواد کې روغتونونه له ناروغانو ډک شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویواله د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر نیم میلیون ډېر ماشومان د منځنۍ کچې له خطرناکې او شدیدې نریوالي یا خوارځواکۍ سره د درملنې او بسترېدو لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې له شدیدې خوارځواکۍ او روغتیايي عوارضو سره په روغتونونو کې بستر شوي، د تېر یوه کال پر پرتله شاوخوا یو پر درېیمه زیات شوی دی.

د هغه په وینا، دغه شمېر د ۲۰۲۵ کال په جولای کې له شپږ زرو څخه په ۲۰۲۶ کال جولای کې اته زرو ته لوړ شوی دی.

د یونیسف د استازي په وینا، شاوخوا ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې له شدیدې خوارځواکۍ او روغتیايي عوارضو سره په روغتونونو کې بسترېږي، تر شپږو میاشتو کم عمر لري او د شدیدې خوارځواکۍ ۸۰ سلنه پېښې د دوو کلونو له کم عمره ماشومانو سره تړاو لري.

اویواله ویلي چې د افغانستان په جنوبي برخو کې ځینې روغتونونه اوس د هر موجود بستر پر وړاندې درې یا څلور شدیداً خوارځواکي ماشومان مني.

هغه ویلي چې په ختیځ کې ننګرهار او په جنوب کې کندهار ته د خپل سفر پر مهال یې هم لیدلي چې کم‌عمره ماشومان د خوارځواکۍ له امله د رامنځته شویو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بستر دي.

د خوړو کمښت؛ د ماشومانو پر روغتیا اغېز

د یونیسف استازي د دغه وضعیت په اړه د تېرې میاشتې د خپور شوي یوه راپور موندنې هم یادې کړې دي.

 د هغه په وینا، په افغانستان کې کورنۍ لومړی د مغذي خوړو مصرف کموي، ماشومان د خوړو لږ ډولونه خوري، د خوړو د هرې وعدې اندازه راکمېږي، ځینې وعدې له منځه ځي او په پای کې یو شمېر ماشومان وږي پاتې کېږي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان نیمایي ماشومان له شدیدې غذایي بېوزلۍ سره مخ دي؛ یعنې په یوه ورځ کې له دوو یا تر دې لږو غذایي ډلو څخه خواړه ترلاسه کوي.

د یونیسف د ارزونو له مخې، هغه ماشومان چې په هغو کورنیو کې ژوند کوي چې له شدیدې غذایي ناامنۍ سره مخ دي، د خوارځواکۍ د زیاتېدو په موسمونو کې تر شپږ برابره ډېر د نریوالي له خطر سره مخ کېدای شي.

د مرستو د کمښت له امله روغتیايي مرکزونه تړل کېږي

د یونیسف استازي ویلي چې په داسې حال کې چې د ماشومانو اړتیاوې زیاتېږي، د بودجې د کمښت له امله د هغوی لپاره روغتیايي او تغذیه‌یي خدمتونه کمېږي.

د هغه په وینا، د ۲۰۲۵ کال په پرتله سږ کال د سرچینو د کمښت له امله له ۱۰۰ ډېر هغه مرکزونه تړل شوي چې د شدیدې نریوالي یا خوارځواکۍ له ماشومانو سره یې درملنه کوله.

هغه زیاته کړې چې سلګونه نور روغتیايي مرکزونه، چې خوارځواکو ماشومانو او امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو ته یې تغذیه‌یي خدمتونه وړاندې کول، هم خپلې بودجې له لاسه ورکړې دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې د تغذیې برخې د اړتیا وړ بودجې ۵۷ سلنه کموالی لري.

اویواله ویلي چې یوازې د یونیسف د افغانستان د تغذیې پروګرام لپاره سږ کال شاوخوا ۱۸۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یې یوازې ۲۲ سلنه بودجه برابره شوې ده.

هغه د ماشومانو د خوارځواکۍ د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره د وختي اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بحران له رامنځته کېدو مخکې اقدام کولی شي د ماشومانو ژوند وژغوري.

یونیسف تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او د دې وضعیت د مخنیوي لپاره یې د پر وخت مرستو غوښتنه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته