پکتیا کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

انځور: ګردیز ښاروالۍ

د پکتیا سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د پیل خبر ورکوي.

د پکتیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عنایت‌الرحمن نن (سه شنبه، ۳ د وږي) د یادو پروژو د چارو د پیل پر مهال ویلي، یوه پروژه د احمدابا ولسوالۍ په «وچ غړک» سیمه کې د اوبو د یوه ذخیروي چکډیم او بله هغه یې د سیدکرم ولسوالۍ د «خانان‌خېلو» په کلي کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پل جوړول دي.

د هغه په وینا، د وچ غړک چکډیم به ۶۰ متره اوږدوالی او اووه متره لوړوالی ولري او د سیدکرم ولسوالۍ پل به ۱۸ متره اوږدوالی ولري.

نوموړی زیاتوي، د دغو پروژو ټول لګښت د د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له بودجې ورکول کېږي او ټاکل شوې د دواړو پروژو چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د هغه د مالوماتو له مخې، د پکتیا په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۸ نورو پروژو سروې هم بشپړه شوې او تمه ده چې د یادو پروژو د جوړولو چارې هم په راتلونکي کې پیل شي.

بلخوا ولسي خلک د دغو پروژو له پیل هرکلی کوي او وایي، د چکډیم په جوړېدو به د سېلابونو اوبه مهار او کرنیزې ځمکې به یې خړوبې شي او د پل په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته