د غور ولایت د لعلوسرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په داسې حال کې چې له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ دي، طالبان له دوی څخه د کرنیزو او مالدارۍ له ټولو محصولاتو عشر اخلي.
د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ویلي چې د عشر راټولولو بهیر یوازې په لعلوسرجنګل کې روان دی او د غور په نورو ولسوالیو کې طالبان عشر نه راټولوي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو ماموران د خلکو د کرنیزو محصولاتو، لکه غنمو، عدسو، نخودو او کچالو، لسمه برخه اخلي او که څوک له ورکړې ډډه وکړي، نیول کېږي.
هغه ویلي چې طالبانو د ولسوالۍ اوسېدونکو ته ویلي، تر هغه چې عشر ورنه کړي، د خپلو کرنیزو محصولاتو د راټولولو حق نه لري.
د سرچینې په وینا، طالبان د خلکو له هرو ۱۰ څارویو څخه هم یو څاروی د عشر په توګه اخلي.
نوموړي ویلي، د عشر راټولولو بهیر په داسې حال کې دوام لري چې د خلکو د کرنیزو حاصلاتو او کښت وضعیت «ښه نه دی.»
د هغه په خبره، کروندګر د اوبو برابرولو او کیمیاوي سرې اخیستلو لپاره ډېر لګښتونه کوي، خو له دې سره سره اړ دي چې د خپلو عوایدو یوه برخه طالبانو ته ورکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د لعلوسرجنګل اوسېدونکي د طالبانو د عشر له اخیستلو «ستړي شوي» دي.
طالبان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو عشر راټولوي. دا بهیر په داسې حال کې دوام لري چې پرلهپسې وچکالیو کروندګر او کلیوالي کورنۍ زیانمنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو د معلوماتو له مخې، د افغانستان له نیمایي څخه ډېره وګړي له بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
