انځور: خبرګزاری اریا پرس

د استبداد نشه

و. پ

له بده مرغه، د افغانستان تاريخ د مستبدو واکمنو له واکمنۍ ډک دی. افغانستان په خپل تاريخ کې ډېرې کمې داسې دورې ليدلي چې په رښتيا هم د خلکو رايې او انتخاب ته پکې درناوی شوی وي. له دې دورو څخه ښايي يوه دوره د ډيموکراسۍ لومړۍ لسيزه (۱۹۶۳ – ۱۹۷۳م) او دويمه د ډيموکراسۍ دوې لسيزې (۲۰۰۱ – ۲۰۲۱م) وي چې تر يوې اندازې پکې د خلکو د رايې او انتخاب تمثيل کېږي او هڅه داده چې خلکو ته د انتخاب حق ورکړل شي او هغوی د سياسي نظام جوړښت وټاکي مګر دا دواړې دورې په خونړي ډول او زور سره پای ته رسېږي او په ټولنه کې د ولسواک نظام بنسټونه نړېږي.

افغانستان يو ځل بيا تر يوې مستبدې واکمنۍ لاندې دی او د وګړو برخليک يې يو نامعلوم مستبد ادرس ټاکي. که څه هم له استبداده جوړ دا نظام هڅه کوي چې ځان د شريعت په جامه کې د خلکو له غوښتنو سره سم يو مشروع نظام وښيي مګر ګڼ داسې اړخونه او پوښتنې شته دي چې دا ادعا په مطلق ډول ردوي او په ډاګه کوي چې د زور په وسيله دا جوړ شوی «حکومت» يوازې د يوه شخص او يوې ډلې د جبر واکمني ده چې تر شا يې هيڅ ډول ولسي اراده او قانوني بنسټ نشته.

يو نظام او حکومت په ښه ډول د خپلو چارو د مخته وړلو، د ټکرونو او تضادونو د مخنيوي، له ولس سره د خپلې اړيکې د روښانولو او د صلاحيتونو، حقونو او وجيبو د روښانولو په موخه يو اساسي قانون لري او هغه د ټولو تعاملاتو د يوه اساس په توګه د حکومت چارې رهبري کوي. مګر د شريعت په نوم اوسنی استبدادي نظام اصلا د اساسي قانون له مفهوم سره نه يوازې دا چې ايډيولوژيک تضاد لري، بلکې د دوی «تيوريسنان» پرې پوهېږي هم نه چې دا په څه ډول کار کوي، بايد څرنګه جوړ شي او ولې مهم دی چې وي؟

د همداسې يوه قانون او يوه محدوديت تشه ده چې د شرعي-استبدادي نظام په منځ کې يو کس د نه ننګول کېدونکي ځواک خاوند دی، د هر څه په اړه پرېکړې کوي او هيڅوک يې هم د پرېکړو د معقوليت او پايلو په اړه پوښتنه نشي راپورته کولای، که دا جرأت وکړي نو د دوی د «شرعي فلسفې» له مخې د «اطاعت» له محدودې وتلی دی. ګواکې د دوی لپاره مهمه داده چې د «اطاعت» په نوم خلک پر ځان په ړنده پيروۍ کې راغونډ کړي البته د «اطاعت» دا تړاو يوازې د طالب او د ده د خپل مشرتابه تر منځ دی. پوښتنه داده چې په دې منځ کې ولس له دې اوسني حاکميت سره کوم تړاو لري؟ البته د طالبانو له استفاده کېدونکو ادبياتو داسې ښکاري چې د ولس او طالب تر منځ اړيکه د فاتح او مفتوح ده، ځکه طالبان خپل مشر هبت الله ته د افغانستان د فاتح لقب کاروي. د فاتح مطلب دادی چې دی له بله ځايه راغلی دی او دلته شته ولس او واکمني يې اشغال کړي دي.

د دې فاتح او استبدادي نظام په رأس کې د «اميرالمؤمنين» په نوم يو مستبد کس دی چې نه يې صلاحيت معلوم دی، نه هم دا معلومه ده چې يو څوک له کومو معيارونو سره «اميرالمؤمنين» کېدلای شي، څوک به يې ټاکي او اوس چې دا کس کومو خلکو ټاکلی دی، هغوی څوک دي، د کوم قانون له مخې د افغانستان د څلوېښت ميليونو کسانو استازيتوب کوي او د کومې پروسې او بهير له مخې خلکو هغوی د خپلو استازو په توګه منلي دي؟ بله حيرانوونکې خبره داده چې د «اميرالمؤمنين» له نړيوال لقب سره يې هم نظام او هم شعار د افغانستان تر جغرافيې محدود دی او که ځان ورته د نړۍ د مسلمانانو امير ښکاري، پوښتنه دا را پيدا کېږي چې د نړۍ تر يو ميليارد زياتو مسلمانانو د کوم بهير له مخې يو د مجهول هويت خاوند کس د خپل امير په توګه منلی دی؟ د کتابونو له مخې خو د ټولو مسلمانانو امير بايد قريشي وي، ايا هبت الله له دې معيار سره سم خېژي؟

د طالبانو اوسنی په زور راغلی نظام د استبدادونو يوه ټولګه ده او د ملا د خواهشاتو او نړۍ ليد يو ګډ استبداد دی چې د ولس اراده او حقونه پکې د کچلاغ، کويټې، پېښور او کراچۍ د مدرسو طالبانو او ملايانو اشغال کړي دي. په دې استبدادي جوړښت کې نجونې او ښځې د کار کولو حق نه لري، له کوره د وتلو حق نه لري، ښوونځي او پوهنتون ته د تللو حق نه لري، په ټولنيزه کچه د هيڅ ډول فعاليت کولو اجازه ورته نشته او په دې لړ کې هيڅ ډول استثنا هم نه مني، که څه هم د دې بنديزونو له امله د يو انسان د مرګ او ژوند خبره وي.

دا استبداد همدلته نه تم کېږي، بلکې د دې رژيم استبدادي خواهشات ورځ په ورځ پراخېږي. له دې خواهشاتو سره سم يې نه يوازې دا چې د مشرۍ ټولې حکومتي دندې تر خپلې ډلې پورې ځانګړې کړې دي، بلکې پر غير دولتي موسېسو هم فشار اچوي چې د دوی خلک به خامخا نيسي. يعنې په دې استبدادي رژيم کې د مشرتابه د کچې د يوې لوړپوړې او ټيټ پوړې دندې معيار دادی چې بايد «مجاهد» وې، که نه يې نو د هيڅ شي وړ هم نه يې که څه هم د دې وطن يې، دلته دې ښوونځی او پوهنتون ويلی وي، تر يوه «مجاهد» دې وړتيا زياته وي خو دا چې «مجاهد» نه يې نو همدا دې «ګناه» ده. دې استبدادي خواهش دومره وده کړې چې نه يوازې د رهبرۍ د کچې پر عامو بلکې پر ډېرو تخنيکي څوکيو هم طالبانو خپل ملايان او طالبان ټاکلي دي ځکه د واک حرص پولې نه مني.

د دې استبداد به کوم – کوم اړخونه راوسپړل شي؟ يوه ښځه به پکې د ټولو عرفونو، دودونو او عنعناتو په مقابل کې د خلکو پر وړاندې په دُرو وهل کېږي، د يوه شخص حيثيت او شخصيت د زرګونو نندارچيانو پر وړاندې ليلامېږي، تورن پکې له کوم ښکاره قانوني بهير پرته په خپلسري ډول وژل کېږي او محکمې د بندو دروازو تر شا د طالب د سوټي او شکنجې په زور له تورنو اعترافونه اخلي، مګر کله چې خبره د استبدادي رژيم خپلو افرادو ته رسېږي نو هلته د دوی د محکمو ټول قانوني بهير لغوه کېږي او «حقبين» پکې د يوه فوق العاده فرمان له مخې خوشې کېږي، نه پرې د لواطت او زنا حد جاري کېږي، نه پرې د نشيي توکو «تعزيري احکام» پلي کېږي او نه هم پوښتنې ترې کېږي. يا که هم څوک د حقاني خپلوان او انډيوال وي، که څه هم شراب خوري او نجونې نڅوي هيڅ خبره نه ده ځکه قانون خو د «متفوحينو» لپاره وي. داسې په لسګونو نورې بېلګې د دې څرګندونه کوي چې «قانون» او سزا يې د هغه چا لپاره ده چې د دوی «انډيوال» نه وي.

«د استبداد سرچينه»

حنا ارينډت Hannah Arendt د شلمې پېړۍ يوه ډېره مهمه سياسي فيلسوفه ده. د استبداد او سياسي ځواک په اړه د دې څېړنې اوس هم ډېر ارزښت لري. دې د «استبداد د سرچينو» (The Origins of Totalitarianism) په اړه يو کتاب ليکلی دی. نوموړې د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي پر مهال په اروپا کې د استبداد د راپيدا کېدو شننه کړې ده. د دې په اند استبداد د سياسي واکمنۍ يوه بېله بڼه ده چې غواړي د سياست، کلتور او ورځني ژوند په شمول د ټولنيز ژوند پر ټولو اړخونو لاسبری ولري. د دې په اند استبدادي رژيمونه له يوې پراختيا غوښتونکې ايډيولوژۍ څخه جوړ وي چې غواړي د راډيکالو اصولو پر اساس يوه نوې ټولنه جوړه کړي.

حنا د استبداد پنځه ځانګړنې بيانوي، د دې په اند استبداد د وګړو يوه داسې ټولنه (Mass Society) جوړوي چې ټولنيز دودونه او سياسي جوړښتونه ختموي؛ کله چې ټولنيز جوړښتونه مات او د تړاو حس ختم شي نو د استبدادي ايډيولوژۍ د ودې زمينه برابرېږي.

همدا راز، استبداد يو هرکاره دولت (Total State) را منځته کوي چې غواړي د ټولنيز ژوند ټول اړخونه کنټرول کړي. د دې دولت موخه دا وي چې د سياسي، کلتوري، اقتصادي او نورو ټولو اړخونو په شمول ټولې ادارې او جوړښتونه تر خپلې ايډيولوژيکې واکمنۍ لاندې راولي تر څو د مخالفت هر ډول سرچينې او د واک محورونه له منځه ولاړ شي.

د حنا په اند د استبداد درېيمه ځانګړنه ايډيولوژي ده چې يو ځانګړی نړۍ ليد او ثابت باورونه لري چې د رښتياوالي په اړه يې پوښتنه نشي کېدلای. له دې ايډيولوژۍ تل د خلکو د منسجم کولو او د استبدادي رژيم د کړنو د توجيه کولو لپاره کار اخيستل کېږي.

حنا د استبداد څلورمه ځانګړنه تبليغات او جبري زده کړې (Propaganda and Indoctrination) بيانوي. د دې په اند استبدادي رژيم د عامو وګړو د اند بدلولو او روايت کنټرولولو لپاره تبليغاتو او جبري زده کړو ته ډېره پاملرنه کوي. د ايډيولوژۍ د پراختيا، د عامه اندونو د اداره کولو او مخالفت د ختمولو لپاره په پراخه کچه تبليغات کوي. جبري زده کړې په کم عمر کې پيلېږي او همدا راز له دې لارې تاريخي روايتونه هم د ځان په ګټه اړوي او يا يې هم مسخ کوي.

استبدادي رژيم د خپلې بقا لپاره وروستی کار دا کوي چې له وېرې اچونې او تاوتريخوالي (Terror and Violence) څخه کار اخلي. استبدادي رژيمونه په خلکو کې د وېرې خپرولو او کنټرول تر لاسه کولو لپاره په سيسټماټيکه توګه وېره خپروي او تاوتريخوالی کوي. د بېلګې په توګه مخفي پوليس، څارنه او خپلسرې نيونې د بې ثباتۍ يو دوامدار وضعيت را پیدا کوي چې په داسې حالت کې خلک د رژيم ننګولو ته زړه نه ښه کوي.

حنا د استبداد په اړه په خپله شننه کې ټينګار کوي چې استبدادي رژيم نه يوازې دا چې ډيموکراټیک ارزښتونه او خصوصي حريم ختموي بلکې انساني حقونو ته زيان اړوي. دا په يو څو محدودو لاسونو کې د واک د شتون او د سياسي ازاديو د ختمېدو په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې د استبدادي رژيمونو د مخنيوي لپاره دوامداره هلو-ځلو ته اړتيا ده.

حنا چې د څه په اړه بحث کوي، هغه ټولې ځانګړنې د طالبانو په شرعي-استبدادي نظام کې موندل کېږي او له همدې استبدادي لارو-چارو په کار اخيستلو غواړي خپل واک دوامداره کړي. اوس خو دا اعتراف د دوی له ليکو هم پر راوتلو دی چې يوه (Mass Society) يې جوړه کړې ده او د سراج الدين حقاني په وينا په دې «نظام» کې يوازې د مدرسې خلک ځان ويني. نوموړي د خپل استبداد پر دې اړخ هم اعتراف کړی دی چې دا «نظام» يوازې د طالبانو او ملايانو د ژغورنې لپاره کار کوي. زما په اند حنا بايد دا هم ويلي وای چې د استبدادي نظام موخه د هماغې ايډیولوژۍ د خلکو او په ځانګړې توګه د مشرې طبقې د خواهشاتو پالنه وي، تر دې هاخوا ته نه چاته ور خپلېږي او نه يې څوک خپلولای شي.

مګر که څه هم د زورور اوبه پر لوړه خېژي، خو د خلکو په زړونو کې د ډار په اچولو، د هغوی په شکنجه کولو او د هغوی د مغزونو په وينځلو ټول وخت واک نه چلېږي بلکې هلته محکوم انسانان په ټولنه او نظام کې د خپل حيثيت او ارزښت په اړه له خپل ځان سره محاسبې کوي او دا محاسبه يوه نه يوه ورځ په غبرګون اوړي او دا غبرګون د استبداد له دوام سره پراخېږي او خونړی کېږي. که استبداد له خپلې مستبدې تګلارې عبرت وانخلي او راونه ګرزي، نو بيا يې پر وړاندې د پرګنو غبرګون ډېر سخت وي. تاريخ د هر استبداد د پای ته رسېدلو لپاره همدا برخليک ليکلی دی.

د مستبد ځپلو تر منځ به د اجمل خټک بابا دا انقلابي غږ تل ژوندی وي:

چې نشه د استبداد لري په سر کې

ما ته یو دی که مغل دی که افغان

چې زما د کور اغزي ته کاږه ګوري

وایم اور شوې د هغو په ګلستان