د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند خلبسات سیمې یو ښوونځی. انځور: خواله رسنۍ

خوست کې د نږدې ۱۰۰ ښوونځيو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي

خوست د هيواد له سويل ختيځو ولايتونو ګڼل کيږي، ۱۲ ولسوالۍ لري، چې دا مهال یې ځايي خلک د نورو ستونزو سربېره د پوهنې برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

په دې ولايت کې زرګونه ماشومان په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې په زده کړو بوخت دي، که څه هم د مرکز زده کوونکو ته يوه اندازه اسانتياوې برابرې شوي، خو لېرې پرتو ولسواليو کې يې لويه برخه زده کوونکي د سرپناه نشتون له وجې په خورا سختو شرايطو کې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوهنې رياست مسوولين هم په سرپناه برخه کې شته ستونزې مني او وايي، اوس مهال په ټول خوست کې نږدې ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې بې سرپناه او يا هم تر خېمو لاندې زده کړې کوي.

عليشېر، تڼي، باک، صبري، دوه منده، اسماعېل خېل، سپېره او ځينې نورې هغه ولسوالۍ دي، چې پکې د ښوونځيو ډيری زده کوونکي د زده کړو برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او يادو ستونزو يې د زده کړو پر پرمختګ ناوړه اغېز کړی دی.

د خوست ولايت د باک ولسوالۍ اړوند چينارګي سيمې يو اوسېدونکي خان زمان اطلاعات روز ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې شته ښوونځي د نورو امکاناتو د کموالي له امله سرپناه هم نه لري او يا يې شته تعميرونه د ورښتونو او جګړو له امله زيانمن شوي دي.

هغه زياتوي چې وخت ناوخت يې ماشومان د جمعې رخصتي ترڅنګ د بارانونو له امله رخصت وي او په خبره يې چې زده کوونکي په دغه ورځ له خپلو زده کړو بې برخې وي.

زمان وايي: «مونږ په باک ولسوالۍ کې ډېر زيات شاګردان لرو، زمونږ د ولسوالۍ په جرګو کلي کې، شري کلي او يو بل ښوونځی چې تېر نظام کې ورته ودانۍ جوړې شوې دي، نو نور ښوونځي لاهم شته چې تعميرونه نه لري او شاګردان په مشکلاتو درسونه پکې وايي.»

د خوست باک ولسوالۍ اړوند جرګو کلي کې د تېر نظام په وروستیو کې د یو ښوونځي تازه جوړه شوې ودانۍ. انځور: خواله رسنۍ

د خوست د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې چې سږ کال په خوست ولایت کې د نجونو په ګډون ۲۹۰۰۰ زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي دي.

له باک وروسته سپېره بله هغه ولسوالۍ ده، چې په تېر نظام کې ورته یوازې د یو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوې او د پاتې سیمو نور زده کوونکي یې تر ونو لاندې زده کړې ترسره کوي.

د خوست ولایت د مرکز اوسېدونکی جمیل الرحمان اطلاعات روز ته په پوهنې برخه کې د شته ستونزو په اړه وویل، چې  په جمهوري نظام کې د وخت والي حلیم فدايي پر مهال له خوستي ولس سره ۱۰۰ ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو ژمنه شوې وه، خو د هغوی له ډلې یې ډېر شمېر د امنیتي او نورو ستونزو له وجې جوړې نه شوې.

نوموړی اوس د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسېساتو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت لېرې پرتو سیمو ته په پوهنې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «دلته په خوست کې یوه ورځ د ۱۰۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدو پرانیسته وشوه، مونږ له هغه نظام څخه هم مننه کوو، چې تر یوې اندازې یې ودانۍ جوړې کړې، خو له یاد شمېر یې په صبریو، سپېرې او ځینو نورو نا امنه ولسوالیو کې کارونو ته اجازه ور نه کړل شوه او د هماغه ولسوالیو زده کوونکي له هغه وخت تر اوسه بې سرپناه زده کړې کوي.»

په خوست ولایت کې د ګلاب خان په نوم یوې لېسې ته څه موده وړاندې ښوونکو او زده کوونکو په شخصي لګښت او په خپلو مټو څو خونې جوړې کړې تر څو یې زده کوونکي له باد او باران په امن وي. انځور: خواله رسنۍ

په یاد ولایت کې د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ اړوند په خلبسات سیمه کې د یو ښوونځي د ۱۰ ټولګي زده کوونکي واحد الله د سرپناه نشتون او نورو امکاناتو کموالی د زده کړو پر وړاندې لوی خنډ یاد کړ او ویې ویل، که یې د کتابونو او مسلکي ښوونکو اړتیاوې پوره شي، نو پوهنیز بهیر به یې په ښه ډول پر مخ یوړل شي.

واحد الله په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «مونږ دلته پخوا له یوې هدیرې سره درسونه ویل او بیا راته یوه ودانۍ جوړه شوه، خو زمونږ په ولسوالۍ کې لاهم ځینې ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري او شاګردان په خېمو کې زده کړې کوي، زمونږ غوښتنه دا ده چې مونږ ته باید کتابونه، قرطاسیه او ښه ښوونکي وګمارل شي.»

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نړیوالو موسېساتو په مالي ملاتړ د دوو ښوونځیو ودانۍ په مرکز کې جوړې شوې او سربېره پر دې  په ۸ نورو ولسوالیو کې ۱۰ ودانۍ ترمیم شوې دي.

مسوولین زیاتوي چې لاهم خوست کې د ۱۰۰ ښوونځیو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او د ودانیو جوړېدو ته اړتیا لري.

په دې اړه د خوست ولایت د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو د مطبوعاتو آمر کبیر سنګین اطلاعات روز ته وویل، چې د پاتې ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدو غوښتنه یې له وزارت څخه کړې او په خبره یې چې د ځینو لپاره یې سروې هم ترسره شوې ده.

نوموړی وايي: «دوه تعمیرونه د مرکز اړوند قلموال مېنه کې جوړ شوي، اتو ولسوالیو کې ۱۰ ودانۍ  د یونیسیف، آی ار سي او ان ار سي په مالي ملاتړ ترمیم شوي دي، خوست کې ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او مونږ یې د ځینو غوښتنه کړې وړاندیزونه یې هم منل شوي او د بعضې سروې هم ترسره شوې دی.»

د سنګین په خبره چې د ښوونځیو لپاره کافي درسي کتابونه هم دوی ته رسېدلي او په ځینو ولسوالیو کې یې ښوونځیو ته لېږلي دي.

کبیر داسې وویل: «۵۰۱۱۳۶ ټوکه درسي کتابونه راغلي، ۱۰ ولسوالیو کې ۲۳۶ ښوونځیو ته توضیع شوي دي او نور پاتې یې په لاره دي په ۱۴۰۲ کال کې مونږ نوې ګمارنې نه دي کړې او دلته په کافي اندازه زده کوونکي په شخصي ښوونځیو کې هم په زده کړو بوخت دي.»

د خوست پوهنې ریاست د ښځوونځیو لپاره انتقال شوي درسي کتابونه. انځور: د خوست لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست

په خوست ولایت کې د ۳۷۰ دولتي او ۱۳۰ خصوصي ښوونځیو په ګډون ټوټال ۵۰۰ ښوونځي فعاله دي چې شاوخوا ۲۷۰۰۰۰ دوه سوه او اویا زره زده کوونکي پکې زده کړې کوي.

د یادونې ده، چې په تېر جمهوري نظام کې د ۱۰۰ ښوونځیو لپاره له جوړېدونکو ودانیو یې ۲۱ په صبري، ۲۰ ځاځي میدان، ۱۵ تڼي، ۱۰ تیریزي، ۸ موسی خېل، ۷ نادرشاه کوټ، ۶ مرکز متون، ۵ باک، درې مندوزي او ګربز او یوه، یوه په سپېره او دوه منده ولسوالیو ته منظورې شوې وې، خو په یاد شمېر کې یې نیمايي جوړې او ځینې نورې د امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله پاتې شوې او لا یې هم کارونه دوباره نه دي پېل شوي.