اکمل ظاهر

سوله د ډانګ او پړانګ ترمنځ

لیکوال: اکمل ظاهر تره کی

که څه هم په دې وروستیو کې سولې ته هیلې زیاتي شوي او ډېره تمه دا وه، چې په دوحه کې د سولې خبرو اترو دویم پړاو به په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د افغان وژنې د درېدو سبب شي؛ خو د تمې خلاف، تاوتریخوالی خپل وروستي حد ته رسیدلی، هدفي وژنې له بل هر وخت څخه زیاتې شوي او هره ورځ موږ د روانې جګړې چې ګټې یې پردۍ وړي، لوی قیمت پرې کوو.

همدا اوس په قطر کې د سولې دویم پړاو خبرې اترې ټکنۍ روانې دي، طالبان د سولې خبرو اترو ته نه حاضریږي، وایي ترڅو چې یې پاتې بندیان خوشې نشي او د غړو نومونه یې له تور لیست څخه ونه ویستل شي، هیڅ ډول خبرو ته حاضر نه دي، چې دا په حقیقت کې د سولې خبرو د سوبوتاژ کولو په مانا دي او هغه هیلي د خاورو سره خاورې کوي، چې موږ به ژر یو سرتاسري اوربند ته ورسیږو.

په دوحه کې د سولې خبرو اترو په دویم پړاو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي لومړیتوب د افغان وژنې درېدل او سرتاسري اوربند دی، چې دا د ټولو افغانانو یواځینۍ غوښتنه ده؛ خو طالبان بیا د خپلو پاتې بندیانو خوشې کېدل او له تور لیست څخه د خپلو غړو د نومونو ایستلو ته لومړیتوب ورکوي، چې د سولې خبرو اترو د دویم پړاو په ټپه درېدو اصلي نقطې دي.

اصلي خبره داده، چې طالبان له لومړي سره تراوسه د سولې خبرو اترو په برخه کې شویو ژمنو او هوکړو ته ژمن نه دي پاتي شوي، هر کله هڅه کوي د سولې خبرو پروړاندې نوي خنډونه راپیدا کړي، د دوی ترمنځ فکري او د ګټو پرسر ژور اختلاف هم د دې خبرو د خنډ لامل شوی دی، که څه هم طالبان په خپلو خبرو او د سولې پر مېز وایي، چې خپلواک دي او په پوره خپلواکۍ سره د سولې خبرو اترو ته حاضر شوي؛ خو له کړنو یې معلومیږي، چې دوئ خپلواک ندي او لا هم د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو، چې خپلې ګټې په افغانستان کې په جګړه او وژنو کې ویني تر تاثیر لاندې دي.

افغان دولت او خلکو خو د سولې خبرو اترو په برخه کې خپل قاطع دریځ روښانه کړ و یې ویل، سوله مو لومړیتوب دی او پدې برخه کې تر امکانه انعطاف هم کوي؛ خو له بده بخته طالبان یو اینچ هم له خپل دریځ څخه انعطاف نه کوي، چې دا په اصل کې د سولې او ملي روغې جوړې له روحیې سره په ټکر کې ده.

کله چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی د سولې خبرو اترو د دویم پړاو لپاره دوحې ته تللو، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په ډاګه وویل، چې یاد پلاوی د افغان دولت او خلکو له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی او په پوره ډاډ سره کولی شي، د طالبانو د تحریک له مرکچي پلاوي سره د سولې خبرې مخته یوسي، چې دا په حقیقت کې سولې ته د رسېدو په برخه کې د ښه نیت ښکاره کولو ښه ننداره ده.

اوس چې دا خبرې په ټپه درېدلي، طالبان د سولې خبرو مېز ته نه حاضریږي او د افغان دولت مرکچي پلاوي ډېر غړي کابل ته راغلي، تاوتریخوالی خپل وروستي حد ته رسېدلی؛ نو معلومه شوه، چې لا هم سوله د ډانګ او پړانګ ترمنځ ده، هیلې ورته د وریځو اوښان جوړول دي. که د سولې په برخه کې له دې بې مخیني فرصت څخه ښه ګټه پورته نشي او هر لوری د دې خبرو پر وړاندې خنډ شو؛ نو د افغان وژنې او وینې دوېدنې مسؤلیت به یې پر غاړه وي.

په وروستیو کې ولې طالبان او حکومت په جګړه ټینګار کوي؟

پوښتنه دا ده، که طالبان رښتیا هم د سولې په برخه کې ښه نیت لري او سولې ته ژمن دي؛ نو ولې بیا د تفاهم د ژبې پر ځای په جګړه او وژنو ټینګار کوي؟ شاید د ځینو ذهن ته دا پوښتنه راشي، چې ښه افغان حکومت ولې په ځینو برخو کې د جګړې خبره کوي؟ د امنیت شورا مشاور، د کورنیو چارو وزیر او د افغان پوځ لوی درستيز ویلي، دوي طالبانو سره جګړې ته تیاری لري.

دلته اصلي خبره داده، چې حکومت خو له لومړي سره اوربند ته هم غاړه کېښوده، د طالبانو بندیان یې هم خوشې کړل، په پوره سوله ییز فکر خبرو ته لاړل؛ خو د طالبانو له خوا د خبرو اترو په جریان کې د تاوتریخوالي زیاتولو او د هدفي وژنو لړۍ حکومت هم اړ کړ، چې طالبان په جګړه کې هم وځپي او د دوي پروړاندې له پوځي قوت څخه کار واخلي، داسې خو امکان نلري چې طالبان دې بریدونه کوي، خلک دې وژني، چاودنې دې کوي او افغان حکومت دې ورته د خیر په غونډۍ ناست وي، ګوته ځکه طالبانو ته ډېره نېول کیږي، چې دوي جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، که دا کار حکومت کړی وی؛ نو ضروري به د پړې ګوته حکومت ته نیول کېده.

دلته یوه بله خبره شته او له دې باید پام ونه ګرځول شي، چې لا هم په داخل د حکومت کې داسې کسان شته، چې نه غواړي سوله دې وشي؛ ځکه د دوي ګتې په جګړه کې خوندي دي، هغه بهرني تابعیت لرونکي، چې زرې موټرې، ګاردان او په خوندي ځایونو کې استوګنه لري، د بیت المال څخه په مېلیونونه افغانۍ هره میاشت مصرفوي، هغوی ته له امنیتي دیوالونو ور هاخوا د هر چا وژل او وینه توېدنه ډېر ارزښت څکه نلري، چې یو خو دوي د دې وطن د مالکیت احساس نه کوي او بله دا چې که لږه سخته هم راشي، پاسپورتونه یې جیب کې دې او له کومو هېوادونو چې راغلي بېرته به ځي، درد، غم او د جګړې په اور به بیا هغه څوک سوخي، چې د دې وطن د مالکیت احساس لري او پدې وطن کې پاتې کیږي، پکار داده، چې د سولې په برخه کې د دې خلکو د خنډ جوړولو مخه هم ونیول شي، چې طالبان هم ډېره ستونزه دې خلکو سره لري او د جګړې د توندېدو علت یې هم د دوئ ځینې غیرې مسؤلانه څرګندونې دي، چې په اصل کې د سولې د روحیې سره په ټکر کې دي.

د امریکا نوی حکومت او پر افغان سوله یې اغېز

د امریکا د ټاکنو پر وخت فکر دا کېده، که جوی بایډن د امریکا ولسمشریزي ټاکنې وګټي؛ نو د افغان سولې په برخه کې د ټرمپ طرحه او پالیسي به له یوې مخې ایسته وغورځوي، د خبرو پر ځای به د جګړې له لارې طالبان سولې ته اړ کړي. د بایډن د بریا وروسته یې د افغان سولې په برخه کې مضر احتیاط او د ټرمپ حکومت د پالیسو پر بیا څېړنه ټینګار یې یو څه بره خبره حقیقت ته ورنږدې کولی شي؛ خو لا هم وخت دی چې پر دې حقیقي تبصره وشي، ولې هغه څه چې ډاډ راکولی شي، هغه دا چې د امریکا د حکومتونو په بدلېدو پالیسۍ ډېر تغیر نه کوي.

له څرنګه چې د افغان سولې په بریا کې د امریکا رول خورا مهم دی؛ نو پکار ده، چې د امریکا د نوي ولسمشر جوی بایډن حکومت د افغان سولې پروسه لا چټکه کړي، پر طالبانو او د هغوي پر ملاتړو هېوادونو فشار راوړي، ترڅو د سولې په برخه کې خنډونه ایجاد نکړي؛ بلکې د دې خبرو د بریا لپاره صادقانه قدمونه پورته کړي، که د امریکا نوی حکومت د افغان سولې په برخه کې ډېره دلچسپي ونه ښایي؛ نو د دې خبرو د ګډوډېدو قوي احتمال شته.