د کوکنارو پر کښت بندیز؛ ارزګاني کروندګرو یې بدیل نه دی موندلی

د هیواد په سویلي حوزه کې له هلمند وروسته د تاریاکو دویم ستر تولیدونکي ولایت ارزګان کې کروندګر شکایت کوی چې د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته یې نورو کښتونو کې زیان کړی او دغې ډلې ورته د کوکنارو بدیل کښت نه دی پیدا کړی.

په مرکز ترينکوټ کې يو تن کروندګر محمدعوث وايي، چې سږکال يې د کوکنارو پرځای غنم او نور کرنیز توکي کرلي، خو په خبره یې چې هېله نه لري چې یاد کښتونه دې د دوی د ژوند اړتیاوې پوره کړي.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو حکومت په خپله هغه ژمنه کې پاتې راغلی چې د کوکنارو د بديل په اړه يې کړې وه.

هغه وویل: «موږ سږکال په خپلو ځمکو کې يو بټی کوکنار نه دی کرلی زموږ سره حکومت ژمنې هم کړې وې چې ستاسو لپاره به بديل کښت پیدا کوو خو دغه دی بل کال راغی تراوسه يې هيڅ شی نه دی راته پیداکړی غنم زموږ هيڅ مصرف نه پوره کوي باید زموږ غم وخوړل شي.»

سږکال ارزګان کې کروندګرو د کوکنارو پرځای غنم کرلي

عصمت الله بیا بل هغه کروندګر دی چې سږکال يې د کوکنارو پر ځای غنم کرلي.

دی وايي، يو ځل يې پريکړه وکړه ترڅو خپله دغه ځمکه له کرنې پرته پريږدي ځکه په وينا یې چې دومره پیسې يې نه درلودې چې د غنمو د کښت لپاره کيمياوي سره واخلي او نور د کرنې مصارف ورباندې پوره کړي.

د ده په خبره، دوی ته د تيرو ۲۱ کلونو په موده کې د کرنې په هيڅ برخه کې مسلکي کار نه دی شوی او اوسنۍ کرنه ورته له نيکونو او پلرونو څخه په ميراث ورپاتې ده، نو ځکه ترې سم حاصل نه شي ترلاسه کولای.

عصمت د کوکنارو نه کښت له امله د خپلې کورنۍ لګښتونو اندیښمن کړی او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دوی سره دې د کوکنارو په بدیل موندلو او د کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې همکاري وکړي.

نوموړي وویل: «سږکال مو ولاکه غنمو ته کيمياوي سره ورکړي وي ځکه چې اقتصادي ستونزې مو زياتې وې موږ په هغو ځمکو کې چې پخوا تارياک کرل اوس ټول غنم کرلي دغه غنم زموږ لګښتونه نه پوره کوي باید زموږ سره حکومت يو مرسته وکړي او يو بل کښت راته پیدا کړي.»

ارزګان کې د کرنۍ د برخې پوهان بیا وایي، چې له یوې خوا طالبانو کروندګرو ته د کوکنارو بدیل نه دی موندلی او له بلې خوا کروندګر د عصري کرنې برخه کې پوه نه لري ترڅو له دې لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي.

په دې ولايت کې د لوړو زده کړو د موسېسې استاد پوهنيار احمد الله احمدي وايي. چې په مسلکي ډول کرنه ۵۰ سلنه په حاصلاتو کې زياتوالۍ راولي.

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې ولايت کروندګرو ته دې مسلکي زده کړې ورکړي او ترڅنګ يې د کوکنارو د کښت داسې بديل ورته پیدا کړي چې کروندګر ورڅخه زيات عاید لاسته راوړي.

کروندګر وایي، د غنمو کښت د دوی اړتیاوې نه شی پوره کولای او طالبان دې ورته د کوکنارو بدیل کښت پیدا کړي

د کرنې د پوهنځي یاد استاد وویل: «ارزګان کې ټوله کرنه په پخوانۍ طريقه کيږي هيڅ د نویو تجربو څخه ګټه پکې نه اخيستل کيږي که يو جريب ځمکه په غيرې مسلکي ډول وکرل شي یو خروار حاصل ورکوي، خو که په مسلکي ډول وکرل شي هغه به دوه خرواره حاصل ورکړي.»

دغه راز ارزګان کې د طالبانو د امنيي قومندانۍ مسوولين وایي، سږکال دغلته په ډير کم شمير کروندګرو په پټه توګه کوکنار کرلي وو، چې دوی هغه هم اړولي دي.

دې ولایت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د امنيت امر امين الله وايي، چې دوی د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې يو پلاوي سره چې ارزګان ته راغلي وو د کوکنارو د بديل کښت ستونزه شریکه کړې او هغوی ورته په دې برخه کې ډاډ ورکړی دی.

ورته مهال دغلته د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس اغاولي قريشي وايي، چې دوی به د کروندګرو ستونزې له مرکز سره شریکې کړي.

نوموړی زیاتوي، چې تراوسه يې زيات شمير کروندګرو ته د مسلکي کرنې زده کړې او د کرنې عصرې وسايل په واک کې ورکړي دي.

هغه وویل: «زموږ د کرنې ریاست د کروندګرو سره هم د اصلاح شوو تخمونو او هم د عصرې وسايلو په برخه کې مرستې کړي په راتلونکي کې به د کرنې ریاست هم کروندګرو ته روزنه ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ارزګان کې د طالبانو د کرنې ریاست وایي، چې دوی او مرستندویه بنسټونو دې ولایت کې تر ۱۵ زره زیاتو کروندګرو سره د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرستې کړي او په زرګونو کروندګرو ته یې د مسلکي کرنې برخه کې روزنه هم ورکړې ده.