سرپل ولايت کې د دوو دولتي ښوونځيو ۷۵ ښځينه زده کوونکې او څلور ښوونکې مسمومې شوي

اطلاعات روز: ځايي سرچينې د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ په دوو دولتي ښوونځیو کې د ۷۵ ښځينه زده کوونکو او د څلورو ښځينه ښوونکو د مسمومېدو خبر ورکوي.

دا زده کوونکې او ښوونکې له تېرې ورځې (شنبه، ۱۳ د غبرګولي) راهيسې له مسموميت سره مخ شوې دي.

يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې لومړی ۶۰ زده کوونکې او د «کبودآب» سيمې د ابتداييه ښوونځي څلور ښوونکې مسمومې شوې دي او روغتيايي مرکزونو ته انتقال شوي. يوې بلې سرچينې بیا د مسمومو شويو زده کوونکو شمېر ۸۰ ښودلی دی.

د سرچينو په وينا، په دې شاګردانو کې د اسهال او قی وهلو نښې شته دي. د سر ګرزېدل، د معدې سوځېدل او ساه لنډي د دې مسموميت ځينې نورې نښې ښودل شوي دي.

د سرچينو په وینا، چې له ۶۰ زده کوونکو څخه ۱۷ يې د سرپل ولايت مرکز ته انتقال شوې دي او شپږ تنه نورې يې د سانچارک ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، پاتې نورې زده کوونکې رخصت شوې دي.

ځايي سرچينې وايي، چې نن سهار (يکشنبه، ۱۴ د غبرګولي) هم د سانچارک ولسوالۍ د آب کلان سيمې د «فيض آباد» ابتداييه ښوونځي ۱۵ ښځينه زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د سرپل له سانچارک ولسوالۍ له روغتون څخه يوې سرچينې دا موضوع اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييد کړې او ويلي يې دي چې د مسمومو شويو زده کوونکو وضعيت ښه دی.

د طالبانو ځايي مسوولين په دې اړه ځان ناخبره ښيي.