له زده کړو محروم ولس؛ نورستان کې ٧٠ سلنه ښوونځي سرپناه نه لري

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: نورستان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې په تېر «جمهوري» او اوسني نظام کې څنډې ته شوی، چې له امله یې ځایي خلک په ښوونیزو او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نورستان کې د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکي وایي، د مناسب چاپیریال او درسي کتابونو نشتون له امله یې زده کړییز بهیر اغیزمن شوی دی.

ختیځ نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ د یوه ښوونځي زده کوونکی علي وایي، ښوونځی یې سرپنا، کړکۍ او دروازې نه لري او په ډیرو ستونزو سره زده کړې کوي.

دی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې په پښتو ژبه یې سر نه خلاصیږي باید په خپلې مورنۍ ژبه ورته د زده کړو زمینه برابره شي.

د کامدېش ښوونځي یو شمیر نور زده کوونکي بیا د ښوونکو، قرطاسیې، کتابونو له کمښت او د پاکو اوبو له نشتون شکایت کوي.

دوی د طالبانو له حکومت او نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د دوی ستونزې دې حل کړي.

د دغه ښوونځي ښوونکي هم د زده کوونکو په څېر له ستونزو سر ټکوي او ورته غوښتنې لري.

دغه راز د نورستان لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین بیا د زده کوونکو ستونزې مني او وایي، چې په دې برخه کې لاس پکار شوي دي.

د نورستان لپاره د طالبانو ویاند سیف الدین لټون وایي، په دې ولایت کې ټول ۵۱ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې په سلو کې ٧٠ سلنه ښوونځي یې د سرپناه په برخه کې ستونزې لري او هڅه کوي د مرستندویه ادارو پر مټ ورته حل لار را وباسي.

د ده په خبره، چې د یونېسف په همکارۍ یې د دغه ولایت په لېرې پرتو سیمو کې د هغو زده کوونکو لپاره ٣٠٠ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي، چې د تېرو جګړو پرمهال له زده کړو بې برخې شوي وو.

لټون زیاتوي: «نورستان کې ټول ٢١٤ ښوونځي شتون لري، چې له جملې یې ٦٠ سرپناه لري او پاتې نور یې له سرپنا بې برخې دي. نورستان کې زده کوونکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمینه برابرول به ستونزمنه وي؛ په دې خاطر چې په دې ولایت کې هره دره کې خپلې ژبې او لهجې دي، چې د واحدې نورستانۍ ژبې نه درلودو له امله د دې ستونزې حلول ستونزمن دي.»

ورته مهال نورستان کې تر شپږم ټولکي پورته نجونې بیا د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې نور دې د دوی پر وړاندې د زده کړو دروازې خلاصې او سلیقوي چلند دې ورسره نه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه