پکتیا والي

د پکتیا والي طالبانو ته: «د بل چا لپاره جګړه مه کوه»

د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت له خرابېدو او د نهه ولسوالیو له سقوط وروسته د دې ولایت د اوسېدونکو نیوکې په امنیتي او ولایتي مسوولینو زیاتې شوې او د هغوی د استعفا غوښتنه یې وکړه. د وضعیت د سمون په موخه مرکزي ادارې پریکړه وکړه، چې د روان خراب امنیتي وضعیت د بیرته ښه والي لپاره تازه ګمارنې وکړې.

د دې ګمارنو په لړ کې تورن جنرال دادان لونګ د ۲۰۳ تندر قول اردو د قومندان، جنرال محمدنبي د پکتیا د والي، تورن جنرال عبدالقیوم باقي زوی د امنیه قومندان او نجیب الله توتاخېل بیا د ملي امنیت د ریس په توګه معرفي او نن ورځ یې (دوشنبه، ۱۴ د چنګاښ) رسما خپلې دندې پیل کړې.

د پکتیا والي جنرال ګل نبي احمدزي د معرفت په غونډه کې وویل، چې وسله والو طالبانو په نیول شویو ولسوالیو کې عامه تاسیسات وران کړي او لاهم په همدې ورانولو بوخت دي.

نوموړي د پکتیا له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د روان ناسم وضعیت د سمون لپاره باید له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د دې ولایت والي جنرال ګل نبي احمدزي وویل: «زه چې نن پکتیا ته د والي په توګه رامعرفي شوی یم، که له ماسره ولس همکار ونه اوسي، که قومي مشران له امنیتي ځواکونو سره همکاري ونه کړي او دیني عالمان د روانې ناروا جګړې په اړه غږ پورته نه کړي، نو نشي کېدلی چې شته ناخوالي ختمې شي، زه په ولس غږ کوم، چې همدا جمهوري نظام ستاسو د بقاء لپاره کار کوي او لا باید تقویه شي.»

د پکتیا والي جنرال محمد بني احمدزي د معرفت په غونډه کې وویل، چې وسله والو طالبانو په نیول شویو ولسوالیو کې عامه تاسیسات وران کړي او لاهم په همدې ورانولو بوخت دي.

والي په دولتي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو او د اداري فساد د مخنیوي لپاره تازه ژمنې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چې هیڅ ګمارنه به د اړیکو په اساس نه ترسره کیږي.

هغه وايي: «تاسو فکر ونه کړئ، چې والي صیب به دلته په ادارو کې خپل کسان وګماري، ما له ځان سره هیڅوک نه دي راوستلي او نه به هم چاته اجازه ورکړم، چې دولتي څوکۍ د اړیکو په اساس ډکې شي، د فساد لپاره به هم په ګډه مبارزه کوو.»

ښاغلي احمدزي په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د بل لپاره پیل شوې جګړه پای ته ورسوي.

هغه د ژمنو په دوام له خلکو غوښتنه وکړه، چې د امنیتي ځواکونو د مرال کمولو لپاره له منفي تبلیغاتو لاس واخلي.

ګل نبي احمدزي وویل: «زه طالب ته دا وایم، چې د پل چا لپاره جګړه مه کوه، که هم څومره زور پیدا کړې، ته ولس ته خدامات نشې وړاندې کولی، نو راشه دا خپل وطن د بل په اشاره مه ورانوه، که رښتیا د ولس غم درسره وي، د وراني په ځای ابادي وکړه.»

په همدې حال کې بیا د ۲۰۳ تندر قول اردو او امنیه قومندانۍ لپاره ټاکل شويو قومندانو د معرفت په لومړۍ ورځ وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې له جګړې لاس په سر شي، کنه نو دوی به یې وځپي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان تورن جنرال دادان لونګ وايي، په سویل ختیځ زون کې به په هغو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي، چې اوس په کې د وسله والو طالبانو فعالیت تر سترګو کیږي.

په همدې حال کې بیا د ۲۰۳ تندر قول اردو او امنیه قومندانۍ لپاره ټاکل شويو قومندانو د معرفت په لومړۍ ورځ وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې له جګړې لاس په سر شي، کنه نو دوی به یې وځپي.

لونګ وویل، چې روانه جګړه یې د طالب په نوم له پاکستاني ملېشو سره ده او په خبره چې ډېره ژر به نیول شوې ولسوالۍ بیرته د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.

نوموړي داسې وویل: «زه ولس ته ډاډ ورکوم، چې روانه جګړه به زمونږ زړور سرتیري ګټي او هغه سیمې چې په سویل ختیځ زون کې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي، مونږ به ورباندې سخت ګزارونه کوو او د دوی له شتون څخه به یې پاکوو، د سقوط ولسوالیو په اړه هم زه ولس ته ډاډ روکوم، چې مونږ به د دې ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره چاڼیز عملیات پیلوو.»

په دې غونډه کې د ولسي جرګې ځینو استازو هم ګډون کړی و، په یاده جرګه کړې د پکتیا د خلکو استازي ډاکټر یارباز حمیدي له نوې ټاکل شوې رهبري غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

هغه په مرکزي ادارې نیوکه وکړه، چې د ولسوالیو د سقوط پر مهال یې په جګړه کې له کلابندو سرتېرو سره د هوايي ځواک همکاري ونه کړه.

حمیدي وايي: «زه تر ډېره بریده مرکزي اداره په دې له پکتیا سره په خیانت تورنوم، چې هغوی د ولسوالیو د سقوط پر مهال په خپل وخت هوايي ملاتړ ونه کړ، زما سرتیري په ورځو او شپو کلابند و، خو چا ورته هوايي مرسته ونه رسوله، اوس مې له والي صیب، د قول اردو او امنیه قومندان څخه غوښتنه دا ده، چې سرتېرو ته مرال ورکړئ او د پکتیا د امنیت تامین لپاره کوټلي ګامونه واخلئ.»

په دې غونډه کې د ولسي جرګې ځینو استازو هم ګډون کړی و، په یاده جرګه کړې د پکتیا د خلکو استازي ډاکټر یارباز حمیدي له نوې ټاکل شوې رهبري غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د پکتیا لپاره نوی والي، د قول اردو او امنیه قومندانۍ لپاره نوي ټاکل شوي قومندانان او د ملي امنیت لپاره نوی ریس په داسې حال کې معرفي کیږي، چې اوس مهال د پکتیا نهه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کې دي او افغان ځواکونو ورڅخه شاتګ کړی دی، د پکتیا وکیلان او ځايي اوسېدونکي د دې ولسوالیو د بیرته نیولو غوښتنه کوي.