په پي‌اېچ‌پي پروګرام‌لېکنې ژبه کې د امنیتي نیمګړتیاوو تر پېژندلو وروسته، پر وېب‌پاڼو د هک کولو میلیونونه هڅې ثبت شوې

د سایبري امنیت یوې کمپنۍ اعلان کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د «پي‌اېچ‌پي» (PHP) پروګرام‌لېکنې په ژبه کې د دوو جدي امنیتي نیمګړتیاوو تر موندلو وروسته، په ټوله نړۍ کې یې د دولتي وېب‌پاڼو او شرکتونو پر وېب‌پاڼو د هک کولو میلیونونه هڅې ثبت کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د «کلاوډفلېر» شرکت اجرائیوي مشر، متیو پرنس، ویلي چې د دغو امنیتي نیمګړتیاوو له عامه اعلان وروسته په لومړیو ۴۵ دقیقو کې د وېب‌پاڼو د هک کولو هڅې لسګونو زرو ته ورسېدې، په دوو ساعتونو کې سلګونو زرو ته لوړې شوې او اوس میلیونونو ته رسېدلې دي.

د «پي‌اېچ‌پي» پروګرام‌لېکنې ژبې پراختیاکوونکو پرون د هغو امنیتي نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره بېړنۍ اصلاح شوې نسخې خپرې کړې چې کلونه کلونه په دې سافټویر کې پټې پاتې وې او په پای کې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته وموندل شوې. هغوی له کاروونکو وغوښتل چې خپلې وېب‌پاڼې «سمدستي» تازه کړي.

له دې اعلان وروسته، په اروپا او د نړۍ په نورو سیمو کې ځینو حکومتونو د احتیاطي اقدام په توګه ځینې وېب‌پاڼې له لاسرسي وایستلې. په ورته وخت کې، د وېب‌پاڼو چلوونکو په بیړه هڅه کوله چې پر دې سافټویر ولاړ خپل سیسټمونه خوندي کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، له توکیو څخه تر هېلسینکي پورې د وېب‌پاڼو، بانکي خدمتونو، هوايي شرکتونو، اورګاډي، مالیاتي ادارو او دولتي دفترونو بېړنۍ تړل کېدو وښوده چې عامه او سوداګریز سیسټمونه تر کومې کچې پر دې سافټویر متکي دي او د داسې امنیتي نیمګړتیاوو له افشا کېدو وروسته د هغو ژر اصلاح کول څومره ستونزمن دي.

د مایکروسافټ اجرائیوي مشر، ساتیا نادیلا، نن د جرمني په کولن ښار کې د یوې غونډې پر مهال وویل: «زه پوهېږم چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او امنیت د ټولو متخصصانو لپاره شپه او ورځ اوږده وه… ډېر وخت کېږي چې له داسې څه سره نه وم مخ شوی.»

هغه وویل چې دې پېښې د داسې ډیجیټلي سیسټمونو د جوړولو اهمیت څرګند کړ چې په خوندي ډول یې ساتنه او نوي کول ممکن وي.

«پي‌اېچ‌پي» څه شی دی؟

پي‌اېچ‌پي یوه پروګرام‌لېکنې ژبه ده چې د وېب‌پاڼو د چلولو لپاره کارول کېږي او په شالید کې فعالیت کوي. کله چې یو کاروونکی یوه وېب‌پاڼه پرانیزي، هغه سرور چې پي‌اېچ‌پي پرې چلېږي، د پاڼې محتوا چمتو کوي او وروستۍ بڼه یې د کاروونکي وېب‌براوزر ته لېږي.

پي‌اېچ‌پي وړیا او د پرانیستې سرچینې سافټویر دی. د دې ژبې ساتنه او پراختیا رضاکاران پر مخ وړي او د وېب‌پاڼو خاوندان معمولاً په مستقیم ډول ورسره کار نه لري.

د وېب‌ټکنالوژیو د څارونکې کمپنۍ «ډبلیو۳ټېک» (W3Techs) د شمېرو له مخې، پي‌اېچ‌پي په نږدې ۷۰ سلنه هغو وېب‌پاڼو کې کارول کېږي چې پروګرام‌لېکنې ژبه یې د پېژندلو وړ ده.

دا ژبه د «ورډپرېس» سافټویر د فعالیت بنسټ هم جوړوي. د نړۍ شاوخوا ۴۰ سلنه ټولې وېب‌پاڼې، چې بلاګونه، د کوچنیو سوداګریو وېب‌پاڼې، دولتي وېب‌پاڼې، انلاین پلورنځي او خبري وېب‌پاڼې پکې شاملې دي، د همدې سافټویر په وسیله جوړې شوې دي.

امنیتي نیمګړتیاوې څنګه وموندل شوې؟

د «اوپن‌ای‌آی» شرکت په وینا، د «کلیف» (Cleaf) امنیتي کمپنۍ څېړونکو، چې له اوپن‌ای‌آی سره یې همکاري کوله، لومړنۍ امنیتي نیمګړتیا د «جي‌پي‌ټي ۵.۶ سول» مصنوعي ځیرکتیا ماډل په مرسته وموندله او د اګست په ۱۱مه یې د پي‌اېچ‌پي د پراختیا ټیم ته راپور ورکړ.

د سایبري امنیت «وېز» (Wiz) کمپنۍ، چې د ګوګل د مورني شرکت «الفابېټ» ملکیت دی، دغه نیمګړتیاوې په خپلواکه توګه کشف کړې او د اګست په ۲۴مه یې د دویمې نیمګړتیا راپور ورکړ. دې کمپنۍ هم د مصنوعي ځیرکتیا له ماډلونو کار اخیستی و.

وېز کمپنۍ اعلان کړی چې دغه موندنې «په پي‌اېچ‌پي او ښايي د سافټویر په تاریخ کې د کشف شویو تر ټولو جدي امنیتي نیمګړتیاوو له ډلې دي».

د دې کمپنۍ په وینا، د دغو نیمګړتیاوو بنسټیز لاملونه څو لسیزې په سافټویر کې موجود وو؛ خو د دې ثابتول چې په رښتیا ترې ناوړه ګټه اخیستل کېدای شي، د پېچلو پړاوونو یوې لړۍ ته اړتیا درلوده. د دغو پړاوونو بشپړول د انساني څېړونکو د عملي وړتیاوو په سرحد کې وو.

څېړونکو دغو دوو امنیتي نیمګړتیاوو ته د جدي‌والي له مخې له ۱۰ څخه ۹.۲ نمرې ورکړې دي.

د اروپايي ټولنې د سایبري امنیتي پېښو پر وړاندې د غبرګون ډلې، چې «سرت-ای‌یو» (CERT-EU) نومېږي، ویلي چې دغه نمره د «له لرې واټنه او له هویت‌تایید پرته د کوډ د اجرا کولو» امکان ښيي. یعنې بریدګر کولای شي د انټرنېټ له لارې، پرته له دې چې پټنوم یا کارن‌حساب ته اړتیا ولري، پر یوه زیان‌من سرور امرونه اجرا کړي.

د وېب‌پاڼو د کوربه‌توب شرکت «ګوډېډي» (GoDaddy) اعلان کړی چې د دغو بریدونو احتمالي پایلې د معلوماتو غلا، د وېب‌پاڼو د محتوا بدلون یا د ټول سیسټم له خطر سره مخ کېدل کېدای شي.

د اروپايي ټولنې د سایبري امنیتي پېښو پر وړاندې د غبرګون ډلې سپارښتنه دا ده چې اغېزمنې وېب‌پاڼې په لنډمهاله توګه له لاسرسي وایستل شي، څو د بریدونو پر وړاندې زیان‌منې پاتې نه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته