د چین په سوېل لوېدیځ کې د تبت په خودمختاره سیمه کې د رېښتر په کچه د ۷ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي، ۴۶ نور ټپیان شوي او ۳۳۹ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د چینایي خبري اژانس «سیتي نیوز سرویس» د جمعې په ورځ، د عقرب په لومړۍ نېټه، راپور ورکړی چې د ټپیانو له ډلې د ۱۱ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
د راپور له مخې، زلزله د پنجشنبې په شپه، د ځايي وخت له مخې د شپې په ۱۰:۳۳ بجو، د ناچو ښار د باچین ولسوالۍ په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چین د زلزلهپېژندنې مرکز ویلي چې د زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره و او مرکز یې د مارو په سیمه کې، د باچین ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره واټن کې موقعیت درلود.
د زلزلې ټکانونه د ناچو ښار په بېلابېلو برخو، د قامدو او لهاسا په ځینو سیمو، او همدارنګه د ګاونډي چینګهای ولایت په یوشو ښار کې احساس شوي دي. په ځینو سیمو کې زدهکوونکي او د لوړپوړو ودانیو اوسېدونکي د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې پرانیستو ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د چین د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي. د اور وژونکو اته کسیزه ډله د جمعې په سهار شاوخوا ۲:۱۰ بجې زلزلهځپلې سیمې ته رسېدلې او لس دقیقې وروسته یې یو کس له نړېدلو ودانیو څخه ژوندی ژغورلی دی.
دې زلزلې د چینګهای ـ تبت پر اوسپنیزه پټلۍ هم اغېز کړی او د یو شمېر اورګاډو تګ راتګ ځنډېدلی دی. تر اصلي زلزلې وروسته د رېښتر په کچه د ۴.۳ او ۴.۲ درجې دوه ټکانونه هم ثبت شوي دي.
دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د اوومې نېټې د هغې خونړۍ زلزلې له پېښېدو څه کم دوه کاله وروسته رامنځته شوې چې د تبت په دینګري سیمه کې یې د رېښتر په کچه ۶.۸ درجې شدت درلود او ۱۲۶ کسان یې وژلي وو.
خو په تبت کې تر ټولو مرګونې زلزله په ۲۰۱۰ کال کې ثبت شوې وه. هغه مهال د رېښتر په کچه د ۷.۱ درجې زلزلې د چینګهای ولایت په یوشو سیمه کې لږ تر لږه ۲ زره او ۶۹۸ کسان ووژل او نږدې ۳۰۰ نور کسان ورک شول. د دغې زلزلې مرکز د اوسني زلزلهځپلي ځای څخه شاوخوا ۲۸۰ کیلومتره واټن درلود.
