نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو ډلو له مشرانو سره لیدنې کړې دي، څو له دغو ډلو څخه د احتمالي ملاتړ په اړه خبرې وکړي.
دې رسنۍ په هغه راپور کې چې نن (پنجشنبه، د میزان ۳۰مه) خپور شوی، دا موضوع د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي، د افغانستان د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي او د طالبانو د یوه مخالفې وسلهوالې ډلې د یوه لوړپوړي غړي له قوله راپور کړې ده.
نیویارک ټایمز په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه یې د هغو وسلهوالو ډلو د مشرانو هویت څرګند کړی چې په دغو لیدنو کې یې ګډون کړی و.
طالبانو په وروستیو میاشتو کې څو ځله ادعا کړې چې پاکستان د دوی د وسلهوالو مخالفو ځواکونو ملاتړ کوي؛ خو پاکستاني چارواکو دا ادعاوې بېبنسټه بللې دي.
طالبانو په مشخص ډول د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې، په نورستان کې د کامدېش ولسوالۍ له نښتو وروسته، ادعا وکړه چې «د شر او فساد فتنهګر او داعش» د پاکستان د پوځي رژیم په ملاتړ دې ولایت ته داخل شوي وو.
خو د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي چې د دې جبهې ځواکونو د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کړې او ځینې سیمې یې هم نیولې دي.
د دغو نښتو په پایله کې دواړو لورو ادعا کړې چې یو بل ته یې درانه تلفات اړولي دي.
