ایوب استاد

د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی ایوب استاد ومړ

اطلاعات روز: د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشهور سندرغاړي ایوب استاد د مړینې خبر ورکوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوګیاڼي نن (سه‌شنبه، ۵ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته د استاد ایوب مړینه تایید کړه او ویې ویل، چې ایوب استاد له څو کلونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و چې نن یې د ژوند پور ادا او له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

خوګیاڼي که څه هم اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د مرحوم د جنازې او خاورو ته د سپارلو دقیق وخت او ځای و نهښود خو په خبره یې، د ایوب استاد د کورنۍ له غړو سره په همغږۍ به د جنازې او خاورو ته د سپارلو پرېکړه وکړي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «هو د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی ایوب استاد د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، نوموړی له اوږدې مودې راهیسې له ناروغۍ کړیده چې نن یې د ژوند پور ادا کړ.»

ایوب استاد چې شااوخوا ۹ لسیزې عمر درلود، له تېرو شاوخوا یوې لسېزې راهیسې د ناروغۍ په بیستر پروت و چې له دوو کالو راهیسې یې د لیدو، غږېدو او په خپل ځواک د ګرځېدو توان له لاسه ورکړی و.

ایوب استاد په ۱۳ کلنۍ کې هنر ته مخه کړه او له سندرو ویلو سره د بې کچې مینې له امله د ښه نوم او شهرت خاوند او د لسګونو شاګردانو روزونکی و.

ایوب چې خلک ورته له ډېرې مینې ایوب استاد وایي، دوه لوڼې لري چې په کوزه پښتونخوا کې اوسې.