د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت استخباراتو په تېره یوه میاشت کې د ټیکټاک او نورو ټولنیزو شبکو د «ناوړه کارونې» په تور ۲۴ ځوانان نیولي دي.
دغه دفتر پرون (چهار شنبه، د لړم ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تازه پېښه کې یې د ټیکټاک یو مشهور فعال، نسیمالله، چې په «خنجر افغانستان» مشهور دی، نیولی او وروسته یې د ضمانت په بدل کې بېرته خوشې کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړی په ټیکټاک کې د «غیر شرعي» خپرونو په کولو تورن شوی و.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د استخباراتو په همکارۍ، په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیزو رسنیو ۲۴ کاروونکي نیولي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په ننګرهار او د هېواد په نورو ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له مخې د رسنیو کارکوونکي او د ټولنیزو شبکو کاروونکي نیولي دي. د دغو نیونو په ځینو مواردو کې د نیول شویو کسانو د شکنجې راپورونه هم خپاره شوي دي.
