د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ډینګي ناروغۍ د لېږدوونکي ماشي د له منځه وړلو په موخه د دوا شیندلو عمومي کمپاین پیل شوی دی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر نن (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کمپاین د عامې روغتیا ریاست له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په همکارۍ، د ملاریا او نورو ناقلینو ناروغیو د کنټرول مدیریت له خوا پیل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دوا شیندلو دغه بهیر د چپرهار ولسوالۍ د رحمت فامیلیو له سیمې پیل شوی او ټاکل شوې چې د پلان له مخې د ولایت نورو سیمو ته هم وغځول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د ډینګي ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي او د راپورونو له مخې، د دې ناروغۍ له امله یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.
