د کندهار ولايت لپاره د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، د دغه ولایت په شاولیکوټ او غورک ولسوالیو کې له ۷۹۰ وچکالۍ ځپلو او زیانمنو کورنیو سره د ژمنیو غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (Save the Children) په مالي ملاتړ برابرې او د ژمي موسم ته په کتو اړمنو کورنیو ته وېشل شوې دي.
د سرچینې په وینا، د روانې اوونۍ په پیل کې هم د کندهار د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ۲۵۰ جګړهځپلو کورنیو سره ۲ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې وه.
دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي چې د ژمي په موسم کې د وچکالۍ او نورو پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
