د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندېښنې رد کړې او ویلي یې دي چې دغه اندېښنې پر ځای نه دي.
هغه زیاته کړې چې «افغانستان داسې ځای نه دی چې داعش یا بله ډله پکې ځاله جوړه کړي».
مجاهد همداراز ویلي چې طالبان به هېڅکله بهرنيو ډلو ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې وده وکړي او دغه هېواد او نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې اندېښنې باید د ناسمو معلوماتو پر بنسټ مطرح نه شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست او مرستیال سرمنشي، الکساندر زویف، خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې خپلې وړتیاوې بېرته پیاوړې کوي او عصري تاکتیکي وسایلو، د بېپیلوټه الوتکو په ګډون، ته یې لاسرسی موندلی دی.
زویف له روسي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې، چې نن (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) خپره شوې، ویلي چې د القاعده شبکه او د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې چې دغه ډلې د سیمې او له هغې ورهاخوا د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي د داعش خراسان په اړه ویلي:
«دغه ډله د افغانستان پر بالفعل چارواکو (طالبانو) د پام وړ فشار راوړي او هڅه کوي چې هم د دغه هېواد دننه او هم له پولو بهر عملیات ترسره کړي.»
زویف زیاته کړې چې داسې ښکاري د داعش خراسان څانګه خپلې وړتیاوې بېرته پیاوړې کوي.
د هغه په وینا، ملګرو ملتونو د ځینو غړو هېوادونو څخه داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښيي دغه ډلې عصري تاکتیکي وسایلو، د بېپیلوټه الوتکو یا ډرونونو په ګډون، ته لاسرسی موندلی دی.
هغه ټینګار کړی:
«دا یوه مشخصه ننګونه ده چې موږ ټول باید د مقابلې لپاره یې اقدام وکړو.»
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست همداراز په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) فعالیتونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه ډله په افغانستان کې مېشته ده او له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري.
بلخوا، د طالبانو چارواکو په تېرو پنځو کلونو کې په دې اړه بېلابېل او متناقض دریځونه څرګند کړي دي. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې شتون نه لري او په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی؛ خو په ورته وخت کې یې د دغه ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره له نړیوالې ټولنې او د ټکنالوژۍ له شرکتونو، لکه ټیلیګرام او ټیکټاک، څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.
په تېرو پنځو کلونو کې د داعش بریدونه د ملکي وګړو او د طالبانو د چارواکو پر وړاندې روان پاتې شوي دي، که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د دغو بریدونو شمېر کم شوی دی.
