د ماشومانو د نړیوالې ورځې په درشل کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د زدهکړو ته د ماشومانو پر لاسرسي ټینګار کړی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له پنځو کلونو راهیسې له زدهکړو محرومې دي.
یونیسف نن (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) پر خپله اېکسپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې زدهکړه د هر ماشوم حق دی.
په دغه پیغام کې د بلخ د نهه کلنې زدهکوونکې، خدیجې، له قوله ویل شوي چې هغه غواړي ډاکټره شي؛ خو اوس مهال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته د تګ اجازه لري.
دې ډلې واک ته له بیا رسېدو وروسته لومړی د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او وروسته یې هغوی له پوهنتونونو او طبي انستیتیوتونو څخه هم محرومې کړې.
په تېرو پنځو کلونو کې، د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه د نړیوالو نیوکو سربېره، دغې ډلې خپل بندیزونه لا سخت کړي دي.
نړیوالو بنسټونو څو ځله د طالبانو د محدودیتونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زدهکړو د منع کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د دغې تګلارې یوه پایله د ښځینه متخصصانو، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو کمښت دی.
اوس مهال د افغانستان روغتیايي سکټور د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی. په همدې حال کې طالبانو په ځینو سیمو کې د ښځینه ناروغانو درملنه د نارینه ډاکټرانو له خوا هم منع کړې ده.
