د سمنګان د هغو څلورو ځوانانو جسدونه چې ترکیې ته د قاچاقي سفر پر مهال د ایران او ترکیې په پوله کې مړه شوي وو، په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شول.
دغه ځوانان عنایتالله، طورالدین، لطفالله او فضلاحمد نومېدل او د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر کلي اوسېدونکي وو.
د سرچینو په وینا، دغه څلور ځوانان د روانې میاشتې (لړم) په نیمایي کې د ایران او ترکیې په پوله د ترکیې د سرحدي ځواکونو تر شکنجې لاندې وژل شوي دي.
د دغو څلورو ځوانانو جسدونه له ایران څخه سمنګان ته لېږدول شوي وو او پرون (چهارشنبه، د لړم ۲۷مه) خاورو ته وسپارل شول.
د سمنګان اوسېدونکي وايي، دغو ځوانانو د کار موندلو او د خپل ژوند د وضعیت ښه کولو په موخه غوښتل په قاچاقي ډول ترکیې ته ولاړ شي.
د افغانستان وګړي د ایران له لارې په قاچاقي ډول ترکیې ته ځي او له هغه ځایه هڅه کوي اروپايي هېوادونو ته کډوال شي. دا لاره خطرناکه او مرګونې ده او یو شمېر کډوال خپل منزل ته نه رسېږي. څو ځله د هغو افغانانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي چې د یخنۍ، لوږې، ډزو او د ترکیې د سرحدي ځواکونو د شکنجې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې وروستیو کې راپور ورکړل شو چې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمه کې د اتو کډوالو جسدونه موندل شوي دي.
د کډوالو چارو یوه فعال له بيبيسي دري سره په خبرو کې ادعا کړې چې د افغانستان ۳۸ وګړي د ترکیې په پوله کې د سختې یخنۍ له امله مړه شوي او جسدونه یې په ایران کې په سړو خونو کې ساتل کېږي.
