طالبان

ارزګان کې د طالبانو امنیه قوماندان: د دیني عالمانو جامه کې طالب ضد ډلې پیدا شوي

خبریال: احسان‌الله ولسمل

د ارزګان امنیه قوماندان وایي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د سلفیانو او داعشیانو په نوم ډلې یې پر وړاندې راپورته شوي او د دوی پر ضد منفي تبلیغات کوي.

هغه دغه خبرې د ۲۰۰ نظامي کسانو په فراغت غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د دیني عالمانو په جامه کې دغه ډلې راپورته شوي او غواړي چې د منفي تبلیغ په مټ د طالبانو په منځ کې اختلافات پیدا کړي.

هغه وویل: «د سلفیانو او داعشیانو کسان د دیني عالمانو په جامه کې دلته په ولسوالیو کې فعالیت کوي کله مجاهدینو ته وایي تاسو د خپلو امرینو اطاعت مه کوئ، يو ډول او بل ډول خبرې کوي د دغو کسانو د نیولو لپاره باید کار وشي.»

د ارزګان امنیه قوماندان وایي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د سلفیانو او داعشیانو په نوم ډلې یې پر وړاندې راپورته شوي او د دوی پر ضد منفي تبلیغات کوي.

د ارزګان ولايت امنيه قومندانۍ کې د طالبانو د راتګ وروسته په لومړي ځل د رسنيو په شتون کې چارواکي د ۲۰۰ هغو کسانو د فراغت خبر ورکوي چې نظامي زده کړې يې ترلاسه کړي دي.

د ارزګان امنيه قومندان ملاعبدالله بشير وايي، دغه کسان چې په مجهزو وسلو سمبال دي، د ځانګړې قطعې تر چتر لاندې به په ارزګان مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې فعاليت کوي. هغه وايي تازه فارغه شویو کسانو په نظامي برخه کې روزنه ترلاسه کړې ده.

مولوي بشير وايي: «دغه ۲۰۰ کسان چې په مجهزو وسلو سمبال دي، له نظامي زده کړو فارغ شوي دي دوی د خاصې قطعې ځواکونه دي چې په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې به فعاليت کوي هدف يې د خلکو د امنيت تامين دی.»

د تازه فارغه شویو کسانو لپاره چې د ارزګان په امنيه قومندانۍ کې مراسم هم نيول شوي ول، امنيه قومندان يادو کسانو ته سپارښتنه وکړه چې خلکو سره د دندې پرمهال ښه چلند وکړي او د خلکو زړونه خپل کړي.

بشير وايي چې خلک له جګړو سخته په تنګ شوي دي او هغه کسان چې يو ځل بیا هڅه کوي په هېواد کې ناامنۍ رامنځته کړي، دوی به يې په ټول توان مخه ونيسي.

۲۰۰ هغه طالب وسله‌وال چې له نظامي زده کړو فارغ شول.

هغه پر خپلو ټولو خلکو غږ وکړ چې د نظام خلاف که څوک تبليغ کوي او خلک ناوړه کارونو ته هڅوي ونيسي.

نوموړي وويل، امريکا د يوه تړون له مخې له افغانستانه نه ده وتلې، بلکي ماته يې خوړلې ده او اوس د امريکا ټول نظامي تجهیزات دوی ته پاتې دي.

دی وايي: «تاسو ټول کسان د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ، خلکو سره سم چلند وکړئ په يو شمير سيمو کې خلک تبليغ کوي او اسلام بل ډول معرفي کوي، د دغه ډول خلکو مخه ونيسئ، موږ دغه نظام په جګړه ګټلی دی دا چې امريکا وايي چې موږ د تړون له مخې وتلي یو دا خبره رشتيا نه ده ځکه امريکا دلته ماتې خوړلې ده اوس د هغو ټولې وسلې او نظامي تجهیزات موږ ته راپاتې شول چې دغه اوس به نندارې ته هم وړاندې شي.»

په ورته مهال د ارزګان اوسيدونکي د تازه فارغه شویو کسانو له فراغت څخه هرکلی کوي خو غوښتنه کوي چې ياد کسان دې د ښاري بي نظميو او ناقانوني کړنو مخه ونيسي.

دوی له طالبانو غواړي چې ټولو ځواکونو ته دې خاص نظامي يونيفورم وټاکل شي ترڅو د نامسوله وسله والو او د طالبانو د جنګي غړو ترمنځ توپير وشي.

د ارزګان يوه اوسيدونکي عبدالجبار اطلاعات روز ته وويل: «موږ زيات خوشحاله يو چې دغه کسان فارغ شوي دي موږ غوښتنه کوو چې په ښار کې دې تازه فارغ شوي کسان د غلاوو، جنايي پيښو او نورو بي نظميو مخه ونيسي ځکه دغه اوس هم موږ خبريږو هره ورځ جنايي پېښې ترسره کيږي.»

د ارزګان اوسيدونکي د تازه فارغه شویو کسانو له فراغت څخه هرکلی کوي خو غوښتنه کوي چې ياد کسان دې په ځانګړو نظامي یونیفورمونو سمبال او د ښاري بي نظميو او ناقانوني کړنو مخه دې ونيسي.

طالب چارواکي بیا وايي چې د طالبانو ځواکونو د نظامي يونيفورم جوړيدو لپاره له مرکز سره طرحه شريکه کړې ده او په نږدې راتلونکي کې به ټولو ځواکونو ته خاص نظامي يونيفورمونه ورکول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په څو ځله د ارزګان خلکو د طالبانو له مسوولينو غوښتنه کړې وه چې د خپلو نظامي کسانو لپاره دې ځانګړي لباسونه مشخص کړي.