د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د کندهار د «شوراندام» سمنټو فابریکې د لومړي فاز ګټهاخیستنه پیل شوې ده.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې فابریکې ګټهاخیستنه پرون (پنجشنبه، د لړم ۷مه) د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې پیل شوې ده.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر د خبرپاڼې له مخې، د شوراندام سمنټو فابریکه د لومړي فاز په ترڅ کې هره ورځ د ۱ زرو او ۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري او «زرګونو کسانو» ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابروي.
عبدالغني برادر د دې فابریکې د ګټېاخیستنې په مراسمو کې ویلي: «افغانستان په کور دننه د سمنټو د تولید پراخ ظرفیت لري او دغه ظرفیت کولای شي د هېواد د ودانیز سکټور د اړتیاوو په پوره کولو کې اساسي رول ولوبوي.»
هغه د کندهار د شوراندام فابریکې له مسوولانو غوښتي چې د سمنټو د تولید ټولې چارې د منل شویو معیارونو او مطلوب کیفیت له مخې ترسره کړي.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې د دې فابریکې د دویم فاز کارونه به هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
