د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي یو اوسېدونکی وايي، طالبانو ورته ویلي چې یوازې یوه ورځ وخت لري څو خپل کور تخلیه کړي.
نوموړي د پنجشنبې په شپه (د لړم ۷مه) اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي چې د امید سبز ښارګوټي د تخلیې بهیر لا هم روان دی.
طالبانو د دغه ښارګوټي ځمکه «امارتي» اعلان کړې او د کورونو له مالکانو یې غوښتي چې خپل کورونه ور وسپاري.
د امید سبز ښارګوټي یوه اوسېدونکي وویل: «نن زما کور ته د عدلیې وزیر وسلهوال کسان راغلل او راته یې وویل چې یوه ورځ وخت لرې چې خپل کور تخلیه کړې. په داسې حال کې چې دا زما شخصي کور دی؛ هغه کور چې د جوړولو لپاره مې کلونه زحمت ایستلی دی.»
طالبانو د امید سبز ښارګوټي د کورونو مالکانو ته ویلي چې که خپل کورونه نه پرېږدي، باید کرایه ورکړي. دې ډلې د هرې کوټې لپاره څلور زره افغانۍ کرایه ټاکلې ده.
د دغه ښارګوټي یوه اوسېدونکي وویل: «اوس مهال د کرایو د ټاکلو بهیر روان دی. کرایه یوازې د دې لپاره د فشار د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي چې بېوسه خلک اړ کړي خپل کورونه پرېږدي.»
هغه زیاته کړه: «نن په اوښکو او ناهیلۍ خپل کور پرېږدم، خو دا ورځ به هېڅکله د خلکو له یاده ونه وځي؛ هغه ظلم چې د زرګونو کورنیو د بېځایه کېدو لامل شوی دی.»
د امید سبز ښارګوټی د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري او ډېری اوسېدونکي یې هزارهګان دي. دغه ښارګوټی په تېرو شلو کلونو کې جوړ شوی او محمدنبي خلیلي، د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر محمدکریم خلیلي ورور، د هغه له مالکانو څخه دی.
محمدنبي خلیلي ویلي چې «د امید سبز ښارګوټی د معتبرو شرعي قبالو، د ملکیت د رسمي اسنادو، له اړوندو ادارو سره د بشپړې تصفیې او د ودانیزو چارو د قانوني جواز پر بنسټ جوړ شوی دی.»
د محمدنبي خلیلي په وینا، د امید سبز ښارګوټي ټولې ځمکې له هغو مالکانو څخه پېرل شوې دي چې «د شته اسنادو له مخې، له کلونو او نسلونو راهیسې د دغو ځمکو مالکین وو، معتبرې قبالې یې لرلې او د مالیاتو د ورکړې سابقه یې تېرو لسیزو ته رسېږي.»
