د «بایننس» له کریپټو اسعارو صرافۍ څخه تر شپږ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې غلا شوې

د نړۍ تر ټولو لویې کریپټو اسعارو صرافۍ «بایننس» اعلان کړی چې د امنیتي نیمګړتیا له امله یې د ۶.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت زیان اوښتی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دې صرافۍ ویلي چې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ یې د زیانمنو شویو شتمنیو د کنګل کولو اقدام کړی او تر اوسه یې د دغو شتمنیو شاوخوا درې میلیارد ډالره پېژندلي دي.

بایننس د پاتې ۳.۳ میلیارد ډالرو د وضعیت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د بایننس له بنسټ‌اېښودونکو څخه یوې، «یي هې»، ویلي چې دغه شرکت به «د هک له امله ټول اوښتي زیانونه» جبران کړي.

د بایننس په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښايي دغه امنیتي نیمګړتیا د دې شرکت د یوه انجنیر د لپټاپ د هک کېدو له لارې رامنځته شوې وي؛ دې چارې بریدګر ته اجازه ورکړې چې د شرکت یوه سیستم ته لاسرسی ومومي او په ناقانونه توګه پیسې وباسي.

خو بایننس په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی: «د کاروونکو پیسې لا هم خوندي دي. د احتیاطي اقدام په توګه، ټولې پیسې جمع کول او ایستل په لنډمهاله توګه ځنډول شوي دي، څو زموږ امنیتي ډلې، د قانون پلي کوونکو ادارو او د صنعت د شریکانو په نږدې همکارۍ، څېړنې وکړي، د پیسو د ساتلو زېربنا خوندي کړي او زیانمنې شوې شتمنۍ تعقیب کړي.»

د رویټرز د راپور له مخې، د جمعې په ورځ په اسیا کې د راکړې ورکړې د بهیر په لومړیو ساعتونو کې بازارونو سمدستي دې خبر ته غبرګون وښود.

دې رسنۍ لیکلي چې د بېټکوین بیه تر درې سلنې ډېره راټیټه شوه او ۷۶ زره او ۳۶۸ ډالرو ته ورسېده، چې په تېرو شپږو اوونیو کې یې تر ټولو ټیټه کچه ده.

رویټرز لیکلي چې د اېتېریوم بیه هم تر درې سلنې ډېره راولوېده او دوه زره او ۱۷۸ ډالرو ته ورسېده، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.

د دې پېښې له امله د نړۍ د نورو کریپټو اسعارو بیې هم په پام وړ توګه راټیټې شوې دي.

شنونکي وايي، دا ښايي د تاریخ تر ټولو لویه د کریپټو اسعارو غلا وي او ممکن پانګه‌وال دې ته اړ کړي چې د خپلو ډیجیټلي شتمنیو د ساتلو له خطرونو سره بیا کتنه وکړي.

بایننس، چې خپلو کاروونکو ته د ډیجیټلي شتمنیو د پېرلو، پلورلو او راکړې ورکړې زمینه برابروي، په ټوله نړۍ کې ۳۳۵ میلیونه ثبت شوي کاروونکي لري او د ۲۰۲۵ کال د کلني راپور تر خپرېدو پورې یې تر څارنې لاندې شاوخوا ۱۶۲.۸ میلیارد ډالره شتمنۍ لرلې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته