د شمالي سالنګ په تونل کې د بس او ټانکر ټکر؛ لږ تر لږه پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

په بغلان کې د طالبانو ځايي چارواکو اعلان کړی چې د شمالي سالنګ په ورودي سیمه کې د ۵۸۰ ډوله موټر او یوه ټانکر د ټکر له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د ترافیکو عمومي مدیر، نذیرالله عابدي، ویلي چې دا پېښه نن (جمعه، د لړم ۸مه) د شپې شاوخوا ۲ بجې د شمالي سالنګ په ورودي سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د پېښې مړه شوي او ټپیان کسان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې د لامل په اړه څېړنې پیل شوې دي.

په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او سلګونه نور ټپیانوي.

د ډېری دغو پېښو لامل د سړکونو خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بلل کېږي.

د طالبانو مشر، هبت‌الله اخوندزاده، په دې وروستیو کې امر کړی چې د ترافیکي پېښو عاملان دې ونیول شي او مجازات دې شي؛ خو له دې سره سره، هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ورته خونړیو پېښو راپورونه ورکول کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته