هلمند کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: په هلمند ولایت کې د دوو ورځو په جریان کې د سختو اورښتونو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او ځینې لارې د سېلابونو د راوتو له امله بندې شوې دې.

د دې ولایت د نادعلي او ګرشک ولسوالۍ ترمنځ د سپین مسجد سیمې یو اوسیدونکي عبدالستار اطلاعات روز ته وویل د وړمې شپې او د تیرې ورځې بارانونو له امله په یاده سیمه کې یو شمېر خلک د سېلابونو له امله بند پاتې دي.

نوموړي له طالبانو  غوښتنه کوي چې یادې سېمې ته دې د ژغورنې ډله ولیږي ترڅو د بند پاتې خلکو ژوند وژغورل شي.

د واشېر یو اوسیدونکي نعمت الله اطلاعات روز ته وویل، چې تیره شپه د سخت باد او سېلابونو راوتلو له امله ۴ کسان اوبو وړي دي.

نوموړی وایي، د لسګونه شمسي هندارو د ماتيدو ترڅنګ د زیاتو خلکو کورونه هم  نړیدلي دي.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ یو اوسیدونکي عبدالغفار هم اطلاعات روز ته وویل چې د زیاتو اورښتونو له امله د یادې ولسوالۍ زیاتې لارې تړل شوي دې او خلک له یو شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

نوموړي هم غوښتنه کول چې یادې ولسوالۍ ته دې د ژغورنې کسان ولیږل شي او هغه کسان چې د اورښتو له امله بند پاتې دي، هغه دې راوباسي.

په ورته مهال تیره ورځ د سیلابونو راوتو د ګرشک او هرات لار هم بنده شوې وه چې د یادې ولسوالۍ ښاروالۍ ریاست لخوا موټر چلوونکو ته د یو اعلامیې په خپرولو سره سپارښتنه شوې چې تر دویمه خبرتیا پورې دې څوک تګ راتګ پر دغه لاره نه کوي.

د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد وایي چې تیره شپه د ګرشک او نادعلي ولسوالیو سپین مسجد سیمې ته  د ژغورنې ډله ورسیده او د شپې ۲ بجو په شاوخوا کې هغه کسان وژغورل چې د سېلابونوله امله  بند پاتې ول.

نوموړی زیاته کړه چې په دغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې هم زیات سېلابونه راوتلي خو دده په وینا ځاني زیانونه یې نه دي اړولي.

حافط عبدالباري راشد دغه راز دا هم وویل چې تیره شپه د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د چت لویدو له امله په پېښه کې ۷ کسان هم ژوبل شوې دي.

هغه زیاتوي د ګرشک لار چې له تیرې ورځې راهیسې هم د سېلابونو له امله بنده وه نن سهار هغه هم خلاصه شوې ده او هغه برخې بیرته رغول شوې دي چې د سېلابونه له کبله تخریب شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پیژندنې نړیوالې اداري خبر ورکړی و چې د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې به زیات اورښونه او واورې ووریږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه