قالیباف عاصم منیر ته: نوې خبره نه لرو، امریکا دې زموږ باور ترلاسه کړي

د ایران د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د پاکستان د پوځ او وسله‌والو ځواکونو له قوماندان عاصم منیر سره په لیدنه کې ویلي، چې «موږ نوې خبره نه لرو او امریکا یوازې د هغو اوو شرطونو په عملي کولو سره د ایران باور ترلاسه کولای شي، چې په نیویارک کې وړاندې شوي وو.»

د ایران د مجلس رئیس زیاته کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک له نقض او پرله‌پسې ګواښونو سره د ایران او امریکا ترمنځ د بې‌باورۍ دېوال تر پخوا هم لوړ شوی دی.

قالیباف زیاته کړې: «موږ جګړه نه غواړو، خو د خپل هېواد او ملي عزت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لرو.»

هغه ټینګار کړی، چې «ګواښونه او پوځي تحرکات نه شي کولای د ایران د اسلامي جمهوریت پر ستراتیژیکو پرېکړو اغېز وکړي. دا امریکا وه چې د ناسمو محاسبو او پر ایران د جګړې په پیلولو سره په یوه ډنډ کې راګیر شوه. اوس هم همدوی باید له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.»

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي هم د پاکستان د پوځ له قوماندان سره په لیدنه کې ویلي، چې «د ایران ټول ولس او چارواکي په یوه خوله دې پایلې ته رسېدلي، چې تر هغه وخته به خبرې اترې ونه شي، څو امریکا د باور جوړولو لپاره لازم اقدامات نه وي کړي.»

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي زیاته کړې، چې «د باور جوړولو پیل د ایران د شرطونو په عملي کولو پورې تړلی دی.»

هغه همدارنګه د ایران د غني شویو اټومي موادو د لېږدولو په اړه د امریکا غوښتنې ته په اشارې ویلي، چې «د غني شویو اټومي موادو یوه ذره به هم له ایران څخه بهر ونه لېږدول شي. دغه مواد د ایران د خلکو لویه پانګه او ملي شتمني ده، چې په کور دننه به ترې ګټه واخیستل شي.»

د پاکستان د پوځ قوماندان عاصم منیر، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د منځګړیتوب دنده پر غاړه لري، نن سهار تهران ته ورسېد. د هغه سفر د پاکستان د هغو نويو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د ایران او امریکا بېرته د خبرو اترو مېز ته راګرځول دي.

عاصم منیر د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره هم لیدلي، خو د دې لیدنې جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

ایران او امریکا د پاکستان په منځګړیتوب د روان میلادي کال د جون په ۱۷مه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» په نوم یو سند لاسلیک کړ. خو د دې سند له لاسلیک څخه تر دوو اونیو لږ وخت وروسته، دواړو لورو یو بل د هغه په نقض تورن کړ او جګړه یې بېرته پیل کړه.

ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې، په نیویارک کې له امریکا سره د یوې هوکړې او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره شپږ ماده‌ییز وړاندیز وړاندې کړ.

ایران اعلان کړی، چې د امریکا ځواب یې هم ترلاسه کړی، خو تر اوسه یې د دغه ځواب او وړاندیز په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته