د کندهار امنیه قوماندانۍ وايي، درې کسان یې د یوه ماشوم د تښتونې او د هغه له کورنۍ څخه د پیسو غوښتلو په تور نیولي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند، اسدالله جمشید، وايي چې نیول شویو کسانو د میوند په نوم یو کوچنی تښتولی و او د هغه د بېرته سپارلو په بدل کې یې له کورنۍ څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.
د جمشید په وینا، دغه کسان له یوې توپکچې او نشهيي موادو سره نیول شوي او تښتول شوی ماشوم بېرته روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او له بشپړېدو وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي
