د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، امریکا له ایران سره تفاهم ته هېڅ لېوالتیا نه ده ښودلې او په ورته وخت کې خپلو ګواښونو او د تاوتریخوالي زیاتولو ته دوام ورکوي.
عراقچي په هغې مقالې کې چې نن د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۹مه) په فایننشل ټایمز خپره شوې، لیکلي چې له دغو شرایطو سره سم، «په اوسنیو شرایطو کې د خبرو اترو د پرمختګ تمه کولو لپاره ډېر لږ دلایل شته».
هغه زیاته کړې: «ایران په کلکه هڅه کوي چې د دې شخړې لپاره یوه سولهییزه او له عزت سره مل حللاره ومومي؛ خو په ورته وخت کې د خپل ځان د دفاع لپاره هم بشپړ چمتووالی لري.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې لیکلي، چې د پرمختګ لپاره یوه لاره شته، خو دا پرمختګ یوازې هغه مهال شونی دی چې د امریکا حکومت په رښتینې توګه ومني چې پوځي انتخاب ورته نه دی پاتې.
هغه خبرداری ورکړی: «که امریکا یو ځل بیا ډیپلوماسۍ ته د پوځي اقدام ترجیح ورکړي، په بشپړ ډاډ سره ویلای شم چې پایله به یې ستراتیژیکه ماتې وي، او دا ماتې به تر پخوا ډېره لویه وي.»
عراقچي د خپلې مقالې په پای کې لیکلي، چې ایران چمتو دی ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړي؛ خو په دې شرط چې داسې پیاوړي شواهد وویني چې امریکا په رښتینې توګه د یوې عادلانه او له عزت سره د حللارې د موندلو اراده لري، څو دا شخړه د تل لپاره پای ته ورسېږي.
دا مقاله تهران ته د پاکستان د پوځ او وسلهوالو ځواکونو د مشر عاصم منیر له سفر او له ایراني لوړپوړو چارواکو سره د هغه د لیدنې یوه ورځ وروسته خپره شوې ده.
پاکستان له قطر سره یوځای د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب کوي. ویل کېږي چې تهران ته د عاصم منیر سفر د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو د لېږدولو او د دواړو لورو د بېرته خبرو مېز ته د ستنېدو د هڅو په موخه ترسره شوی دی.
ایراني چارواکو د پاکستان د پوځ له مشر سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې پر امریکا هېڅ باور نه لري او امریکا باید د باور د رامنځته کولو لپاره د ایران شرطونه ومني.
