د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو راهیسې، د دغه هېواد تر ۳۰۰ زرو ډېرې ویزې لغوه شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ټامي پیګاټ، د سېشنبې په ورځ (د میزان ۲۸مه) پر ایکسپاڼه د دغو شمېرو په خپرولو سره لیکلي، چې د ټرمپ حکومت «د امریکا په تاریخ کې د بل هر حکومت په پرتله په ډېر سرعت» ویزې لغوه کړې دي.
دغه ویزې د ټرمپ حکومت د هغو سختو سیاستونو په چوکاټ کې لغوه کېږي، چې موخه یې د کډوالۍ محدودول او پر بهرنیو وګړو د څارنې زیاتول دي.
پیګاټ ټینګار کړی، چې د امریکا حکومت به له هغو بهرنیو وګړو سره هېڅ ډول نرمښت ونه کړي چې ویزه لري، خو قانوني سرغړونه، درغلي یا د ملي امنیت ګواښوونکي اقدامات ترسره کوي.
نوې شمېرې ښيي چې په وروستیو میاشتو کې د لغوه شویو ویزو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله پخوانۍ تازهخبرتیا کې، چې د اګست په ۱۰مه خپره شوې وه، د ټرمپ د اوسنۍ ولسمشرۍ دورې له پیل راهیسې د لغوه شویو ویزو شمېر تر ۱۷۵ زرو ډېر ښودلی و.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ټرمپ حکومت د دغو اقداماتو موخه د کورني امنیت پیاوړتیا او د کډوالۍ اړوند سرغړونو مخنیوی بولي؛ خو د بشري حقونو مدافعان وایي، د دغو سیاستونو لمن له ناقانونه کډوالۍ ورهاخوا غځېدلې او د بیان ازادي او قانوني بهیر ته د لاسرسي حق یې اغېزمن کړی دی.
د بشري حقونو مدافعانو همداراز د نژادي تبعیض د زیاتېدو او د قومي لږکیو او کډوالو ټولنو د په نښه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
له جنجالي مواردو څخه یو هم د هغو بهرنیو معترضانو د ځینو ویزو لغوه کول دي چې د فلسطین ملاتړ یې کاوه او پر غزې د اسرائیلو د بریدونو پر ضد یې لاریونونه کړي وو.
رویټرز لیکلي، چې د محافظهکار سیاسي فعال چارلي کرک د وژل کېدو په اړه پر ټولنیزو شبکو د څرګندونو له امله هم د ځینو بهرنیو وګړو ویزې لغوه شوې دي.
د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د ځینو بهرنیو معترضانو د شړلو د هڅو ترڅنګ، د کډوالو او د ویزو د غوښتونکو پر «انلاین فعالیتونو څارنه» هم زیاته کړې ده.
منتقدان وایي، د امریکا اوسنی حکومت د ملي امنیت په پلمه خپل مخالفان او نیوکهکوونکي په نښه کوي او د محدودو سرغړونو موارد د کډوالو پر ټولنو، په ځانګړي ډول د مینېسوټا ایالت پر سومالیاييالاصله اوسېدونکو، د پراخ فشار راوړلو لپاره کاروي.
ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په ټاکنیز کمپاین کې د «ناقانونې کډوالۍ» پر مهارولو ټینګار کړی و؛ خو حکومت یې پر «قانوني کډوالۍ» هم محدودیتونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې د ځینو کاري ویزو د لګښتونو لوړول او د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د وګړو پر امریکا د ننوتلو بشپړ بندیز شامل دي.
