پوتین ویتکاف ته: روسیه چمتو ده چې د اوکراین په اړه درې‌اړخیزې خبرې اترې بېرته پیل کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف سره په لیدنه کې ویلي، چې مسکو چمتو دی د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې د اوکراین په اړه درې‌اړخیزې خبرې اترې بېرته پیل کړي.

سټیو ویتکاف د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره تر لیدنې وروسته، چې په اوسلو کې یې کړې وه، نن د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۹مه) روسیې ته ولاړ او په سن‌پترزبورګ ښار کې یې له پوتین سره ولیدل.

د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف خبریالانو ته ویلي، چې د اوکراین وضعیت د دې لیدنې اصلي موضوع وه او دواړو لورو د تلپاتې سولې ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د پوتین مرستیال زیاته کړې، چې ویتکاف نوموړي ته په اوسلو کې د اوکراین او اروپا د نوې تګلارې په اړه معلومات ورکړي دي.

هغه ویلي، چې د اوکراین د کړکېچ د حل په برخه کې د دغو وړاندیزونو عملي ګټه محدوده ده.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، د پوتین او ویتکاف په خبرو اترو کې د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف او د پانګونې او اقتصادي همکاریو په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کریل دمیتریف هم ګډون درلود.

دغه رسنۍ زیاته کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جرد کوشنر هم د ویډیويي اړیکې له لارې په خبرو اترو کې ګډون کړی دی.

امریکا په وروستیو ورځو کې پر اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې یو ځل بیا پیل کړې دي. دا هڅې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې پر اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي فشارونه ډېر شول.

یوه امریکايي چارواکي په اوسلو کې له زلنسکي او یو شمېر اروپايي چارواکو سره د ویتکاف لیدنه «رغنده» بللې ده؛ خو امریکايي چارواکو تر اوسه د ویتکاف او پوتین د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته