فایق: اقتصادي همکاري باید د طالبانو د حکومت د مشروعیت‌بښلو په وسیله بدله نه شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د قطر د یوه وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اقتصادي او پراختیايي همکاري باید د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو یا د دې ډلې د واک د ټینګښت په وسیله بدله نه شي.

ښاغلي فایق نن ماښام (سې‌شنبه، د میزان ۲۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې «د افغانستان اقتصادي بیا رغونه د دې هېواد د خلکو له بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه نه شي بېلېدای؛ ځکه هغوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لا هم له سیستماتیک تبعیض او محرومیت سره مخ دي.»

هغه زیاته کړې: «د افغانستان له خلکو سره باید بشري مرستې دوام ومومي؛ خو دوامداره اقتصادي پرمختګ او اوږدمهاله ثبات یوه باوري، ټول‌ګډونه او د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر ته اړتیا لري. داسې بهیر چې د خلکو د ارادې، عدالت او د افغانستان نړیوالو ژمنو ته د درناوي پر بنسټ د یوه مشروع او ځواب‌ویونکي حکومت د جوړېدو لامل شي.»

فایق ټینګار کړی، چې «افغانې ښځې او د افغانستان خلک تر اقتصادي ژمنو ډېر څه غواړي. هغوی د ازادۍ، انساني کرامت، عدالت او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې د اغېزناک ګډون حق لري.»

د قطر د دولت وزیرې په نړیوالو همکاریو کې د چارو مسوولې مریم بنت علي بن ناصر المسند، په دوحه کې د «افغانستان د همغږۍ ډلې» په غونډه کې غوښتنه کړې، چې افغانستان دې له بشري مرستو څخه د اقتصادي بیا رغونې او د خصوصي سکټور د ملاتړ پړاو ته واوړي.

هغې همدارنګه د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا او د هڅو د همغږۍ غوښتنه کړې، څو اوږدمهاله ثبات ټینګ شي او د افغانستان د دوامدارې اقتصادي بیا رغونې لپاره لاره هواره شي.

قطر په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له دې ډلې سره پراخې سیاسي اړیکې ساتلې دي او په نړیوالو غونډو کې یې تر ډېره د نړیوالو مرستو د دوام او له افغانستان سره د هېوادونو د اقتصادي همکاریو ملاتړ کړی دی.

د قطر چارواکو همدارنګه د طالبانو، امریکا او اروپايي هېوادونو ترمنځ د بندیانو د تبادلې او له افغانستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د خبرو اترو منځګړیتوب هم کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته