هلمند کې د ښوونځیو د ودانیو او کتابونو نشتون د زده کوونکو درسي بهیر اغیزمن کړی

د هلمند سنګین ولسوالۍ کې یو ویجاړ ښوونځی. انځور استول شوی

هلمند ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکي او ښوونکي شکایت کوي چې دغلته په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي ښوونځي نه دي ودان شوي او ترڅنګ یې په زده کړو بوخت ماشومان درسي کتابونه نه لري.

د دغه ولایت په مرکز لښکرکاه کې د قلفک ابتدايه ښوونځي ښوونکي وایي، ماشومانو ته تر خيمو لاندې تدريس کوي او په خبره يې چې د هوا ګرميدو سره اوس دوی له ډيرو ستونزو سره مخامخ شوي او باید پاملرنه ورته وشي.

د دغې ښوونځي يو تن ښوونکی محمد نسيم شاکر وايي، چې د منظم چاپیريال د نشتون له امله نه شي کولای چې خپلو زده کوونکو ته په ښه ډول تدريس وکړي.

هغه وويل: «تاسو وليدل چې دلته موږ هم په دغه خيمو کې زده کوونکو ته تدريس کوو شاوخوا نقلیه وسايل تيريدل هوا ګرمه ده دلته زده کړې کول سخت دي ځکه په خيمه کې هوا ډيره ګرمېږي.»

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هلکانو یو ښوونځي. انځور: استول شوی

د دې ولايت په مرکز کې د شهید انجینر عبدالمتین عالي لېسې يو تن زده کوونکی عطاالله وايي، چې يو کال يې په دې هېله تېر کړی ترڅو ورته تدريسي کتابونه ورکړل شي، خو په خبره يې چې دغه ستونزه يې د کال په تيريدو لاهم نه ده حل شوې او نيمګړې زده يې ترسره کړي دي.

نوموړی زیاتوي، چې زیاتره ټولګیوال يې اقتصادي ستونزې لري او نه شي کولای چې په خپل شخصې لګښت کتابونه واخلي چې دې چارې یې په درسي بهیر منفي اغیزه کړې ده.

هغه د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د دوی ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.

د یادې لېسې يو بل زده کوونکی محمدګران هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وایي، چې د کتابونو نشتون له امله یې په ښه ډول زده کړې نه دي کړي او څو ځلي ورسره ژمنې هم شوي خو نه دي عملي شوي.

په تېرو جګړو کې ویجاړ شوی ښوونځی. انځور: استول شوی

د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د دې ولايت په ولسواليو کې بیا زده کوونکي نه يوازې د تدريسي کتابونو له کمښت شکايت کوي بلکې زياتوي چې په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ترڅنګ ښوونکي هم نه لري.

د مارجي ولسوالۍ د کمپ سيمې يو تن زده کوونکی بشراحمد وايي، چې د شته ستونزو له امله دوی نه دي توانیدلي چې معیاري زده کړې وکړي.

هغه وويل: «زموږ په ښوونځيو کې نه کتابونه شته او نه هم ښوونکي شته کله چې کتاب نه وي بیا زده کړې له څه شي څخه سړی وکړي زموږ ځينو زده کوونکو په پیسو کتابونه واخيستل خو بیا د ښوونکو ستونزه وه په بسته ټولګي کې يو تن ښوونکي وي ټوله ورځ هغه کله کولای شي چې هر مضمون دې تدريس کړي موږ غوښتنه کوو چې زموږ دغه ستونزې حل شي.»

بلخوا بیا د هلمند د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو مرستیال محمد اسماعیل سعادت هم په ښوونځيو کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه مني، خو وايي، چې د کتابونو د کمښت لامل يې په دغه ولايت کې د نويو ولسواليو زياتيدل دي.

هلمند کې د یوه ویجاړ شوي ښوونځي تختې ته ولاړ زده کوونکي. انځور: هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست

نوموړی زیاتوي، چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د دغه ولایت مرکز او ولسواليو ته ۷ لکه، ۱۵ زره او ۴۶ جلده کتابونه رسولي او د نورو کتابونو لپاره یې وزارت ته وړاندیزونه کړي دي.

د سعادت په خبره، چې په روان کال کې پلان لري چې ۹۳ ښوونځي ترميم کړي ترڅو ورسره د زده کوونکو ستونزې حل شي.

هغه زیاته کړه: «هلمند کې د کتابونو د کمښت ستونزه شته او  په دغه روان کال کې ۴ ولسوالۍ لکه بغني، باباجي، نهرسراج  او بهراچه ولسوالۍ زیاتي شوي او د هغوی د ښوونځیو زده کوونکو لپاره مو یو څه کتابونه بدون له پلان څخه پیدا کړي او د ښوونځیو د پېل سره سم به ورکړل شي.» 

د طالبانو بیا ځل واکمنیدو سره دغې ډلې ټول پام دینې مدرسو ته اړولی او نه یوازې دا چې د شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ یې د زده کړو دروازې تړلي بلکې د نجونو ټیټو ټولګیو او د هلکانو ښوونځیو ته یې هم سمه پاملرنه نه ده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه