اروپایي اتحادیې او پاکستان له افغان سولې ملاتړ کړی

کابل د افغانستان سولې په اړه د اروپایي اتحادیې او پاکستان له ګډې اعلامیې هرکلی وکړ

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې له خبرو د اروپایي اتحادیې او پاکستان له ګډې اعلامیې هرکلی کړی او هغه یې مهمه یاده کړې.

د دې وزارت په نننۍ (پنجشنبه، ۱۵ لړم) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، د تاوتریخوالي کمولو او بېړني اوربند په اړه د نړیوالو متحدانو غوښتنه، د سولې خبرو د بریالي کېدو چانس، چې پایله یې د اسلامي جمهوریت خوندیتوب، د وګړو حقونو خوندیتوب او ټولو ته به یوه منلې پایله وي، زیاتوي.

د خبرپاڼې له مخې، په سیمه کې د سولې خبرو په رسمیت پېژندنه او په ځانګړي ډول د افراطیانو تاوتریخوالي، ناقانونه کډوالۍ، د انسان او نشه یي توکو قاچاق پر وړاندې مبارزه او د سولې خبرو بریالي کېدو لپاره سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ځواکمنتیا کې حیاتي او رغنده رول لري.

اروپایي اتحادیې او پاکستان تېره ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره، افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام د سولې لپاره د سیمې له غوښتنو او هڅو سره په ټکر کې بللی و.

په دې ګډه اعلامیه کې د افغانستان له دولت او طالبانو غوښتل شوي، چې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د نړیوال اوربند غوښتنې په خاطر دې بشرپاله اوربند اعلان کړي. اروپایي اتحادیې او پاکستان د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کړی او له دولت او طالبان یې غوښتي، چې افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت په موخه دې هڅې جدي کړي.