اطلاعات روز: نورستان کې ځایي خلک شکایت کوي، چې د دغه ولایت په دوآب ولسوالۍ کې ګڼ ښوونځي رسمي ښوونکي نه لري، چې د زده کړو بهیر یې ټکنی کړی دی.
دوی وایي، په دې ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي د رسمي ښوونکو نشتوالي ترڅنګ د سرپناه، درسي توکو او مناسب چاپېریال په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي، چې د حل په برخه کې یې تر اوسه کوم عملي ګام نه دی پورته شوی.
د دوآب ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي بسم الله د نورستان له ولایتي او مرکزي ادارو غوښتنه کوي، چې په دغې ولسوالۍ کې دې د مسلکي ښوونکو تشې ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې د شته ستونزو د حل په موخه رښتیني ګامونه واخلي.
نوموړی وایي: «مسلکي معلمان مونږ ته ولېږي او زمونږه شته موجوده معلمینو ته سمینارونه ورکړي.»
د نورستان د دوآب ولسوالۍ د پوهنې آمریت طالب مسوولین بیا په دې ولسوالۍ کې د رسمي ښوونکو له نشتوالی سر ټکوي.
د دې ولسوالۍ د پوهنې آمریت اجراییه مدیر نصرالله وایي، د دغې ولسوالۍ په ډېری ښوونځیو کې رسمي استادان نشته، چې د زده کوونکو پر وړاندې د زده کړو بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.
هغه له طالب چارواکو غوښتنه کوي، چې په ښوونځیو کې د رسمي استادانو کمښت ستونزې حل لپاره دې لاس پکار شي.
نوموړي وویل: «د استادانو کمبود داسې کمبود دی، چې یوه متوسطه کې مونږ یو معلم لرو او داسې متوسطې مونږ لرو چې یو رسمي معلم تر اوسه په کې نشته دی، متوسطه ده، خو رسمي معلم نه لري.»
نورستان کې د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولین د دوآب ولسوالۍ د ځایي خلکو ستونزې او نیوکې مني او وایي، چې یادې ستونزې یې د پوهنې وزارت سره شریکې کړي دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس تاج محمد مطمئن وایي، پوهنې وزارت په دغه ولایت کې د مسلکي او رسمي ښوونکو د کمښت ستونزې حل لپاره د تشکیلاتو منظوري ورکړې، چې راتلوونکې کې به په دغه برخه کې شته ستونزې را کمې شي.
د نورستان په دوآب ولسوالۍ کې دوه لېسې، پنځه منځني او شپږ لومړني ښوونځي شتون لري، چې شپږ ښوونځي یې نسبي سرپناه لري؛ خو پاتې نور یې په بشپړ ډول سرپناه نه لري، چې زده کوونکي یې تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.
زده کوونکي وایي، د سرپناه نشتوالي یې د زده کړو بهیر ټکنی کړی او له اړندو مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې دې د دوی ستونزو د حل لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.
