ننګرهار کې پر یوه کور د لاسي بم برید کې یوې ښځې او درې کوچنۍ نجونو ته مرګ ژوبله واوښته

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې «نامعلومو کسانو» د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د لیاقت په نوم د یوه ځایي اوسیدونکي پر کور لاسي بم غورځولی، چې له امله یې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژل شوې او د مور ترڅنګ یې دوې خویندې ژوبلې شوې دي.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۴ د وږي) شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند «۲۶مې ویالې» سیمه کې را منځته شوې ده.

سرچینه وایي، په دغه پېښه کې یوه دولس کلنه نجلۍ وژل شوې او د مور ترڅنګ یې دوه نورې خویندې ژوبلې دي.

سرچینې د پېښې انګېزه نه ده روښانه کړې او نه یې هم د ټپیانو د روغتیایي وضعیت په اړه څه ویلي دي.

د یادې پېښې په تړاو تر اوسه ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو څه نه دي ویلي.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم نا معلومو وسله والو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې پر یوه کور لاسي بم غورځولی و، چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه ماشومان مړه او درې تنه نور ټپیان شوي وو.