اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د دوو کسانو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
ارزګان کې د طلبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې دغه شخړه نن (شنبه، ۱۱ د وږي) په ترینکوټ ښار کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د شخړې په ترڅ کې وژل شوی کس د مقابل لوري لخوا ټیل وهل شوی او د یوه لوړ ځای څخه لویدلی او مړ شوی دی.
هغه د دغه کسانو د هویت او د شخړې د لامل اړه معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې په دې تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
د هیواد په سویلي ولایتونو کې ډیر کله د خلکو ترمنځ خپلمنځي شخړې رامنځته کېږي چې لامل بې کاري، کورنۍ ستونزې او د ځمکو پر سر لانجې ښودل شوي دي.